لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې دپي ایي ای الوتکه په ابادۍ غورځېدلې،۹۸کسان پکې سواره وؤ


دپاکستان دهوابازۍ څانګه وایي ددغه هیواد د هوایي شرکت پي ايي ای دمسافرو یوه الوتکه چې دلاهور نه کراچۍ ته روانه وه دکراچۍ دهوایي اډې ترڅنګ غورځېدلې اؤ تباه شوې ده.

پاکستاني مطبوعاتو دجمعې په ورځ دهوا بازۍ دڅانګې په حواله خبر ورکړی چې په دې الوتکه کې ۹۱مسافر اؤ دالوتکې اووه مامورین سواره وؤ اؤ امکان ښودل کیږي چې دغه ټول په پېښه کې مړه شوي دي.

دپی ایي ای دا الوتکه دکراچۍ دهوایي اډې سره پیوست دماډل ټاؤن په نوم د استوګنې یوه سیمه کې غورځېدلې اؤ ګڼ شمیر کورونه یې تباه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو د الوتکې د غورځېدو بیلابیلې ویډیو ګانې خلکو خپرې کړي چې پکې لیدل کیږي د الوتکې غورځېدو نه وروسته د استوګنې په سیمه کې اور لګیدلی اؤ لوګي خیژي.

ددې ترڅنګ په دغه سیمه کې د الوتکې غورځېدو سره سم دخلکو الغاؤ تلغاؤ جوړ شوی.

دالوتکې غورځېدو سره سم مرستندویه فعالین اؤ امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسېدلي اؤ دمرستې فعالیتونه یې پیل کړي دي.

په سمدستي توګه دالوتکې د راغورځېدو علت لا نه دی روښانه شوی اؤ نه سول ایوي ایشن اتهارټي په دې هکله کوم رسمي غبرګون ښکاره کړی دی.

دپي ایي ای ویاند عبدالستار رسنیو ته ددې پېښې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي دپي ایي ای الوتکې ای ۳۲۰دلاهور نه مسافر کراچۍ ته راوړل.

دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دپېښې سره سم یې دبېړني غبرګون اؤ رینجرز ځواکونه سیمې ته لیږلي اؤ‌ مرستندویه فعالیتونه یې پیل کړي دي.

دسندهـ صوبې د روغتیا دمحکمې دتماسونو مشر میران یوسف رسنیو ته ویلي چې د پېښې له امله د کراچۍ ټولو سترو روغتونونو کې بیړنی وضعیت پرځائ کړل شوی دی.

تیرکال هم دګلګت په هوایي اډه دپي ایي ای یوه الوتکه د رن وی یا د سړک نه خوئېدلې وه خو په ده پېښه کې څه نقصان نه ؤ شوی ولې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۶م کې دچترال نه اسلام اباد ته روانه دپي ايي ای یوه الوتکه دحویلیا سیمې سره غورځېدلې وه چې پکې دمهمو شخصیاتو په ګډون ۴۸کسان مړه شوي وؤ

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG