لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي‌ ایي ای دالوتکې غورځېدو شیبې څنګه وې ؟


دپاکستان دولتي هوایي شرکت ویلي دپي ای ای کومه الوتکه چې دجمعې په ورځ کراچۍ کې غورځېدلې اؤ تباه شوې هغې کې ۵۱سړي،۳۱ ښځې اؤ نهه ماشومان سواره وؤ اؤ ددې ترڅنګ پکې دعملې اته کسان هم وؤ.

دپي ایي ای ویاند عبدالستار دپاکستان بیلابیلو ټي وي چینلو ته ویلي دغه الوتکه چې دلاهور نه کراچۍ ته روانه وه ماسپښین په دوه بجې اؤ ۳۷دقیقو غورځېدلې ده.

هغه ویلي دا الوتکه زیاته زړه نه نه وه اؤ ۱۰ یا ۱۱کاله وړاندې اخستل شوې وه خو حالت یې بیخي سم ؤ اؤ که څه فني خرابي پکې راغلي وي نو دهغې په هکله خبره به د وخت نه وړاندې وي.

دپاکستان جیو ټي‌ وي پخپل راپور کې ویلي چې دالوتکې دکوزیدو څخه یوه دقیقه وړاندې دجهازونو دټریفک دکنټرول سره تماس غوڅ شوی ؤ.

دغه شخصي ټي وي دعوه کړې ده چې د جهاز دپائیلوټ اؤ د ټریفک کنټرول دټاور ترمنځ وروستۍ ثبت شوې خبرې هم مخې ته راغلي دي چې هغې کې پائیلوټ د الوتکې دانجن فیل کیدو اطلاع ورکوي .

پائیلوټ ته ویل شوي وؤ چې هغه ته دالوتکې کوزؤلو دپاره دوه رن وی یا سړکونه خوشې دي خو له دې وروسته دغه تماس غوڅ شوی ؤ.

دغه ټي وي د هوا بازۍ د ادارې سول ایوي ایشن د سرچینو له خولې ویلي چې الوتکه کې فني خرابي پیدا شوې وه اؤ دکوزیدو په مهال یې پایه ګانې نه پرانستل کیدلې اؤ دغسې په لږه شیبه کې دا جهاز په ابادۍ وغورځېدو.

ویل کیږي په دې الوتکه کې دپاکستان یو نوموړی صحافي انصار نقوي اؤ دپنجاب بینک صدر ظفر مسعود هم سواره وؤ.

دجهاز د پائیلوټ پیژندګلو د سجاد ګل په نوم شوې ده اؤ هغه سره په نورو مامورینو کې عثمان اعظم،فریداحمد ،عبدالقیوم اشرف، ملک عرفان رفیق،عاصمه اؤ مدیحه ارم شامل وؤ.

دغه الوتکه دغورځېدو په مهال د څو کورونو دبامونو یا چتونو سره ټکر شوې ده اؤ ګڼ شمیر کورونه اؤ په سړک ولاړ ګاډي یې هم تباه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG