لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین: د سیپېک په اړه د ایلس ویلز بیان د چین او پاکستان د اړیکو د بدنامولو یوه بله هڅه ده


واشنګټن ـــــ په اسلام اباد کې د چین سفارت د سیپېک په برخه کې پاکستان ته د قرضو د نرمولو په اړه د امریکایي سفیرې ایلس ویلز څرګندونې غیرذمه دارانه بللې او دا یې د چین او پاکستان د اړیکو د بدنامولو یوه بله هڅه بللې ده.

د جنوبي او منځنۍ اېشیا لپاره د امریکې د استازې په توګه مېرمن ایلس ویلز د شورو- چارشنبې په ورځ د خپلې دندې تر پای ته مخکې پخپله وروستۍ آنلاین خبري‌ غونډه کې وویل، چې د کرونا وبا له کبله پیدا شوي اقتصادي بحران ته په کتو چین باید پاکستان ته د ورکړي د ورکړي له انصافه لرې قرضې بار کم کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د مېرمن ایلس ویلز د نوم له اخیستو پرته په یوه بیان کې ویلي، چې د سیپېک په اړه د ځینو تبصره کوونکو او چارواکو دعوې حقیقت نه لري او وایي پاکستان به چین ته خپلې قرضې په 20 کلونو کې ورکوي.

د چین سفارت د جمعې په ورځ په خپل بیان کې ویلي، چې د چین پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) د بېلابېلو منصوبو لپاره پاکستان ته ورکړل شوی پور پر دې هېواد بار نه دی او نه بېجنګ اسلام اباد مجبوره کوي چې دا قرضه ورکړي. په بیان کې ویل شوي:

"موږ پاکستان خپل یو برابر شریک ګڼو او هیڅکله مو پاکستان ته نه دي ویلي چې "ډو مور" [نور وکړه]، موږ د پاکستان د خپلې پرمختیایي نمونې ملاتړ کوي او هیڅکله مو یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې".

مېرمن ایلس ویلز په خپل وروستي بیان کې یو ځل بیا د سیپېک په اړه د امریکې اندېښنه څرګنده کړې وه او د اربونو ډالرو د دې لویې منصوبې پر شفافیت یې شک څرګند کړی او تور یې پورې کړی چې په دې کې شاملو چینایي کمپنیو ته د غیرمنصفانه ګټو ضمانت ورکړل شوی دی.

د چین سفارت د مېرمن ویلز تورونو ته په جواب کې ویلي چې د سیپېک منصوبه د چین او پاکستان تر منځ د مرستې یوه منصوبه ده چې وایي په دې کې دوه اړخیزې ګټې او شفافیت په نظر کې ساتل شوی او ټولې چارې یې په سلا مشورو او همږغۍ تر سره کېږي. سفارت پخپل بیان کې ویلي:

"تر اوسه پر سیپېک منصوبه ۲۵ اربه ډالر نېغ په نېغه لګېدلې دي او په نتیجه کې یې په پاکستان کې ۷۵ زره کسانو ته روزګار ورکړل شوی دی، چین د پاکستان لپاره د نېغ په نېغه بهرنۍ سرمایه کارۍ لویه سرچینه ده".

چین ویلي چې د سیپېک منصوبې لپاره پاکستان ته د ورکړل شویو قرضو کچه یواځې پینځه اربه ۸۰ کروړه ډالره ده، چې وایي دا د پاکستان د ټولې بهرنۍ قرضې یواځې پینځه فیصده ده او چین یې د اداینې لپاره پر پاکستان فشار نه اچوي.

د چین سفارت پخپل بیان کې ویلي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په برخه کې هم چین او پاکستان له یو بل سره مرسته کوي او وایي چې په وروستیو ورځو کې یې پاکستان ته د پینځه کروړه ۵۰ لکه ډالرو روغتیایي مرستې ورکړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG