لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس په پاکستان کې نور ۳۴ کسان مړه کړي، د ټولو مړو شمېره ۱۱۰۱ ته ورسېده


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور ۳۴ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۱۰۱ ته رسېدلې ده.

په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره ۵۲زره۴۳۷ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې مخ په سېوا کېدو روانې دي او د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۱۴زره۷۰۵ معاينې شوي چې پکې په ۱۷۴۳ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته ۱۶زره ۶۵۳کسان ښه شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې نور ۱۶ تنه د کرونا وایرس له امله مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو ټوله شمېره ۳۸۱ ته لوړه شوې ده.

په پښتونخوا کې کرونا وايرس ۷۳۹۱ کسان اغېزمن کړي او ۲۲۹۷ ترې ښه شوي دي.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې په تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه ۱۴ تنه مړه شوي دي.

پنجاب کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۳۲۴ او د اغېزمنو شمېره ۱۸زره۷۳۰ ته رسېدلې ده.

په سند صوبه کې نور څلور تنه چې په کرونا وايرس اخته ؤ مړه شوي دي، په صوبه کې تراوسه پورې کرونا وايرس ۳۴۰ کسان مړه کړي دي، په سند کې د کرونا وايرس د اغېزمنو شمېره ۲۰زره۸۸۳ او ۷۰۱۵ترې ښه شوي دي.

کرونا وايرس په بلوچستان کې ۳۹ او اسلام اباد کې ۱۲ تنه مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG