لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:‌ له خلکو غواړم چې دا ځل اختر په دودیز ډول ونه لمانځي


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان له خلکو غوښتي چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دا ځل کوچنی اختر په روایتي او دودیز ډول نه بلکې په داسې توګه ولمانځي چې د دې وایرس د خپرېدو سبب نه شي.

د پاکستان د میاشتې لیدو سرکاري کمېټۍ د شنبې- خالي په شپه ناوخته د هېواد له ټولو صوبو د تر لاسه کړو شواهدو له ارزولو وروسته د میاشتې لیدو اعلان وکړ او ویې ویل چې د اتوار- یکشنبې په ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

وزیراعظم عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه د شپې ناوخته له خلکو وغوښتل چې د کرونا وایرس د مخنیوي ځانګړو تدابیرو ته دې په سنجیدګۍ سره پام وکړي:

(دا وبا زموږ په منځ کې ده نو د اختر د لمانځه په ګډون د اختر په ټولو رخصتیو کې ټولنیز واټن او له یو بل لرېوالي ته ځانګړې توګه وکړئ)

د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمن هم د میاشتې لیدو د اعلان پر وخت پر خلکو ږغ وکړ، چې د اختر په ورځو کې د کرونا وایرس د مخنیوي پر تدابیرو عمل وکړي او هڅه دې وکړي چې له خلکو سره په غېږ او لاس د اختر مبارکۍ څخه ډډه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG