لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وبا دکوچني اختر رنګونه پیکه کړي خو خلک یې په ولولې سره نمانځي


سږکال په مسلمانان کوچنی اختر په داسې حال کې کوي چې په نړۍ کې د کرونا وایرس د وبا دلاسه دمړو شوؤ کسانو شمیره قابو درې نیمو لکو ته رسېدلې ده اؤ څه کم ۵۴لکه کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون نن یکشنبه دنړۍ په زیاتره اسلامي هیوادونو، اروپا اؤ امریکا کې مسلمانان د کوچني اختر وړومبي ورځ په مذهبي درناوي سره نمانځي.

سږکال په مسلمانان کوچنی اختر په داسې حال کې کوي چې په نړۍ کې د کرونا وایرس د وبا دلاسه دمړو شوؤ کسانو شمیره قابو درې نیمو لکو ته رسېدلې ده اؤ څه کم ۵۴لکه کسان په دې رنځ اخته شوي دي.

په پاکستان اؤ افغانستان کې دولتونو اؤ د روغتیا دمحکمې چارواکو داختر نه وړاندې په ولسونو غږ کړی ؤ چې په دې اختر کې باید دیو سره ټولنیز واټنونه پځائ وساتي اؤ د ګڼې ګوڼې جوړولو څخه دې ډډه وکړي.

خو د یکشنبې په سحر د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو، قبائیلي ضلعو اؤ‌ افغانستان کې خلکو په ګڼ شمیر کې په جوماتونو کې داختر نمونځونه په ګډه کړي اؤ یو بل سره دغاړو اؤ لاسونو په ورکولو یې داختر مبارکۍ کړي دي.

مطبوعاتي راپورونه وایي چې په سعودي عرب کې داختر په موقعه د لویو اجتماعاتو په راجوړولو بندیز لګول شوی اؤ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې په ګڼ شمیر کې په جوماتونو کې نمونځونه وکړي.

په خیبر پښتونخوا اؤ دافغانستان بیلابیلو سیمو کې داختر دنمونځ په مهال نړۍ نه د کرونا وایرس د ختمیدو په اړوند ځانګړې دعاګانې هم شوي دي.

دقبائیلي سیمې شمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی وتلی خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي دا ځل د کرونا وایرس د وبا له امله د نورکله په پرتله دخیبر پښتونخوا اؤ افغانستان په پښتنو سیمو کې اختر سوړ دی اؤ خلک په ویره، ویره داختر رسمونه ترسره کوي.

هغه وویل خلک کرونا وایرس ویرولي دي خو دهغې باوجو هم بیا ګڼ شمیر پښتانه داسې هم شته چې هغوئ تر اوسه په دې وایرس باور نه لري اؤ ښې ډاډه یو بل سره داختر په موقعه غاړې اؤ لاسونه ورکوي .

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وویل دنور کله نه سږکال داختر په موقعه په جوماتونو کې د خلکو رش زیات لیدل شوی خو جوماتونو ته ورغلو زیاتره خلکو سره د کرونا وایرس د خورید ویره هم ملګرې وه.

نور کله به دخیبر پښتانه زیاتره پښتانه د اختر په موقعه دسیلونو دپاره دسیلګرۍ سیمو ته تلل خو دا ځل‌ دخیبر پښتونخوا حکومت د کرونا وایرس له امله په وړوکي اختر د سیلګرۍ مقاماتو ته د خلکو په ورتګ بندیز لګولی دی اؤ له خلکو یې غوښتي چې باید اختر په سادګۍ سره دخپلو کورونو دننه وکړي.

همداشان سږکال تاریخ کې په وړومبي ځل په سینیماګانو نوي فلمونه هم نه دي ریلیز شوي اؤ نه د افغانستان اؤ خیبر پښتونخوا په کومه برخه کې د سندریزو کنسرټونو تابیا شوې ده.

دنور کله په پرتله دا ځل اختر کې دپښتنو هنرمندانو نوې سندرې هم ډيرې کمې مارکیټ ته راغلي دي

XS
SM
MD
LG