لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:هند دبلوچستان دلارې پاکستان کې اړی ګړی پیدا کوي خو بیا هم دامن پېغام ورکوؤ


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي تور لګولی چې هند دبلوچستان دلارې پاکستان کې د اړي ګړي پیدا کولو هڅه کړې خو پاکستان ورته یو ځل بیا د امن پېغام ورکوي.

داتوار په ورځ ملتان کې خبریالانو ته دبهرنیو چارو وزیر ویلي په قبائیلي سیمه اؤ بلوچستان کې د هند خوځښتونه زمونږ له نظره پناه نه دي اؤ کلبهوشن هم د بلوچستان څخه نیول شوی خو ددې باوجو هم پاکستان هند ته دامن پیغام ورکوي.

په دې وروستیو کې دکشمیر په شخړه دپاکستان اؤ هند اړېکې زیاتې تاؤژنې شوي اؤ‌ د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ وخت ناوخته دکشمیر په ویشونکې پوله نښتې هم کیږي چې تر دې مهاله پکې د دواړو هیوادونو په شلګونو عسکر وژل شوي دي.

ښاغلي شاه محمود قریشي وویل مونږ امن غواړو اؤ هند ته وایو چې د مرستې لوري ته را وګرځي خو که چرې هند زمونږ روادارۍ ته د کمزورۍ په معنا وکتل نو دا به سمه نه وي اؤ هند ته به دهغوئ دهر تیري غاښ ماتی ځواب ویلی شي.

هند تیرکال داګست په میاشت کې دیو ائیني بدلون دلارې دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ دغه سیمه یې دهند قوانینو لاندې راوستې ده.

پاکستاني مشران تورونه لګوي چې هند دخپل واک لاندې کشمیر کې په مسلمانانو ظلمونه پیل کړي اؤ دهغوئ نه یې دهغوئ ټول حقونه تروړلي دي خو هند دپاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پاکستان دهند د واک لاندې کشمیر کې دترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

د هندوستان د پوځ‌ مشر منوج کمار نراواني تېره اوونۍ له اې این آی خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې تور پورې کړی وو، چې پاکستان د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوه نوې وسله واله ډله جوړه کړې چې وایي له جیش محمد او لښکرِ طیبه ډلې سره تړاو لري، خو پاکستان یې دا تور په کلکه رد کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG