امریکې د کرونا وايرس پرضد مبارزې دپاره پاکستان ته د ۶۰لکه ډالرو امداد ورکولو اعلا ن کړی دی.
په اسلام اباد کې د امریکا سفير پال جونز د وړوکي اختر په موقع پاکستانيانو ته د اومبارکۍ ويلو په پېغام کې د امدادي پېسو ورکولو اعلان کړی دی.
سفير جونز ويلي دا پېسې به د کرونا وایرس نه په روغتونونو کې داخل ناروغانو د درمنلې کوونکې عملې د تربيت غځولو، د صحت په مرکزونو کې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د پورته کړو ګامونو او وايرس نه زياتو ځپلو علاقو کې اوسېدونکو د درملنې دپاره د څلورم موبايل لېب دپاره کارولی شي.
سفارت ويلي، د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې چې پاکستان ته لمړيتوب ورکړل شوی د هغې وروسته تراوسه پورې امریکا د پاکستان دپاره د دوه کروړه لس لکه ډالرو امداد عزم څرګند کړی دی.
نوموړي د پاکستان مننه هم کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه او همکارۍ د جذبې لاندې يې امریکا ته طبي مرستې ورکړي دي.
پاکستان په وروستيو کې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې امريکا ته سرجېکل ماسکونه او د کرونا وايرس نه د ساتنې دپاره نورې جامې او سامانونه لېږلي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د پاکستان مننه کړې وه چې پاکستان ورته د کرونا وايرس نه د بچ کېدو دپاره حفاظتي څيزونه لېږلي دي.
پمپيو په ټويټر ویلي ؤ، د پاکستان مننه کوي چې سرجيکل يا جراحی ماسکونه او نورې حفاظتي جامې يې ورلېږلي دي.
هغه ويلي دغه سامان لېږل د کرونا وايرس پرضد مبارزه کې د امریکا او پاکستان د يو والي علامت دی.