لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين: په امریکا کې ځينې سياسي قوتونه امریکا او چين نوې سړې جګړې ته ور ديکه کوي


چین ويلي په امریکا کې ځينې "سیاسي قوتونه" د چين او امریکا دوه اړخيزه اړيکې يرغمال کړي او د نړۍ دغه دوه غټ اقتصادي قوتونه "نوې سړې جګړې" ته ور دیکه کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ؤو د اتوار/ يکشنبې په ورځ په بيجينګ کې د نيشنل پيپلز کانګرس په څنډه کې ويلي په "امریکا کې سياسي وايرس خوريږي" کوم چې "په چین د بريد يو موقع د لاسه نه ورکوي".

وانګ ؤو ويلي چين د امریکا د ځای بدلولو هیڅ اراده نه لري او بايد امریکا هم "د يو اعشاريه څلور اربه خلکو د تاریخي لاريون ماډرنایزېشن پله د بوتلو سوچ پرېږدي".

د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظاميې په وروستیو کې د بيجينګ سره د اقتصاد، ټکنالوجۍ او کرونا وبا په سر اړيکې ترينګلې شوي دي.

په خپله صدر ټرمپ په چين تور لګوي چې کرونا وايرس د وهان ښار څخه وتلي کوم چې د چين مرکزي ښار دی او هلته په لمړي ځل دا وايرس د تېر کال په اخره کې ښکاره شوي وو.

د امریکا او چين ترمنځ تازه تاؤ تريخوالی د چين لخوا د هانګ کانګ په اړه هغه امنيتي قانوني مسوده ده چې پرې تنقيد کيږي چې دا د هانګ کانګ نيم خپلواکه حيثيت ته ګواښ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د جمعې په ورځ ویلي چې هغه د چین د پارليمان د هغه مجوزه قانون "غندنه" کوي چې د هغه په وینا " دا به د هانګ کانګ د لوړی کچې د خپلواکۍ لپاره د مرګ د اخری میخ په شان وي د کوم چې بیجنګ ژمنه کړې.

هغه وویل چې "هره پریکړه چې د هانګ کانګ خپلواکۍ او ازادیو باندې اثر اچوي ... به زموږ د یو هیواد او د دوو نظامونو او د علاقې حالت په ارزونه به تاثیر لري."

د امریکا په سینیټ کې د اکثریت لرونکي ریپبلیکن ګوند مشر مچ مېک کانل هم د بیجینګ دغه اقدام په کلکه غندلی او وايي چین نړیوال وبا د زور زیاتي واکمنۍ غځولو لپاره د جامې- کور په توګه کارولی ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG