لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني پلاوی په اوبو کې د افغان کارګرو د لاهو کېدو د پېښې د پلټنې لپاره کابل ته تللی


واشنګټن ــــ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د ایران یو لوړرتبه پلاوی کابل ته ورغلی چې مقصد یې د هغې پېښې په اړه پلټنه کول دي چې د افغان چارواکو په وینا په نتیجه کې یې لسګونه افغانان په ایران کې اوبو ته غورځول شوي وو.

ایراني پلاوي د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر سره لیدلي دي. د رپوټونو له مخې حنیف اتمر ایراني له پلاوي سره د لیدو په وخت ویلي:

"د پلاوي د پلټنو مقصد دا دی چې په دې پېښه کې لاس لرونکي کسان د عدالت منګولو ته وسپارل شي او په را روان وخت کې د دواړو هېوادونو له پولې سره داسې پېښې بیا ونه شي".

افغان حکومت خبر ورکړی وو چې د مې په 2مه نېټه ایراني سرحدي پولیسو له افغانستانه ایران ته اوښتي 46 افغان کارګر پولې ته څېرمه هریرود سیند ته غورځولي وو.

د دې پېښې د څېړنې لپاره د ټاکل شوي افغان پلاوي مشر محمد حمید ویلي، چې له دغو 46 کسانو څخه 12 تنه مړه شوي، 17 ژغورل شوي او 17 نور لا هم تر اوسه پورې ورک دي.

کابل ته د ورغلي ایراني پلاوي مشري د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال محسن بهاروند کوي، چې له افغان چارواکو سره په نننۍ غونډه کې یې د ایراني پولیسو له خوا سیند ته د افغان کډوالو د غورځولو پېښه په کلکه غندلې او په دې برخه کې یې له افغان حکومت سره د پلټنو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایراني پلاوي ته یې د پېښې په تړاو شواهد وړاندې کړي او اوس به یې هغوی په دې اړه پلټنه کوي او نتایج به یې له افغان حکومت سره شریکوي.

د یادونې وړ ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم دا پېښه د مې په اوومه غندلې وه او په دې برخه کې یې له افغان حکومته غوښتي وو چې هراړخیزې پلټنې دي وکړي او په پېښه کې لاس لرونکي کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې لسګونه زره افغان کډوال په ایران کې د کرونا وایرس له خپرېدو وروسته یا پخپله خوښه او یا هم د ایراني چارواکو له خوا افغانستان ته اړول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG