لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي‌ ایي ای دپېښې په ناسمو پلټنو داصل کردارونو بچ کولو هڅې روانې دي ،دپائیلوټانو اتحادیه


په پاکستان کې د هوایي شرکت دپائیلوټانو اتحادیې (پالپا) تور لګولی چې کراچۍ کې دالوتکې غورځېدو پلټنې په ناسم لوري روانې کړل شوي اؤ د اصل کردارونو د ژغورلو هڅې کیږي.

دپاکستان دهوایي شرکت د پائیلوټانو د اتحادیې لخوا چهارشنبې په ورځ یو بیان کې ویلي چې د الوتکې د انجن رن وی یا دهوایي ډګر سړک سره د ټکر کیدو اطلاع دالوتکې پائیلوټ ته نه ورکول هم پوښتنې راولاړوي.

پالپا وایي باید ددې خبرې هم پلټنې وکړل شي چې الوتکې ته په بیړني ډول دکوزیدو دپاره اوږد سړک ولې ورکړل شوی ؤ ؟

دجمعې په ورځ دپي‌ ایي ای یوه مسافر وړونکې الوتکه چې دلاهور نه کراچۍ ته روانه وه په هوایي ډګر د کوزیدو په مهال په ابادۍ غورځېدلې اؤ‌ تباه شوې وه چې په ۹۷کسان وژل شوي اؤ یوازې دوه په معجزانه توګه ژوندي پاتې شوي وؤ.

ددغه پېښې دپاره دپلټنو دپاره ټاکل شوي کمیشن د کراچۍ دهوایي ډګر د رن وی یا سړک له لیدنې وروسته پخپل ابتدایي رپورټ کې ویلي وؤ چې د راکوزیدو په مهال د الوتکې د پائیو پرانستل کیدو ګیر بند پاتې شوی ؤ اؤ انجن یې په رن وی پسې راښکل شوی ؤ چې له دې امله یې انجن کار پرېښودی اؤ الوتکه تباه شوې ده.

دپائیلوټانو اتحادیه وایي تباه شوې الوتکې دوه ځله د کوزیدلو هڅه کړې وه اؤ په پلټنو کې دغه دواړه کوزیدنې خپلو کې ګډوډولی اؤ غلط رنګ ورکولی شي ترڅو دپېښې اصل مسولین وژغورل شي.

په عین کې دپاکستان دسینیټ پخواني چئیرمین میا رضا رباني اؤ دمزدورانو یو شمیر اتحادیو هم دپي ایي ای دپېښې پلټنو دپاره ټاکل شوی کمیشن رد کړی دی.

دپاکستان دسینیټ پخواني مشر رضا رباني رسنیو سره خبرو کې ویلي چې دپېښې پلټنو دپاره ټاکل شوی کمیشن باید ختم اؤ د نوي سره یو نوی کمیشن وټاکل شي چې هغې کې دپائیلوټانو داتحادیې استازي هم باید شامل وي.

دپاکستان د هوابازۍ مرکزي وزیر دپېښې دپلټنو په اړه راپورته شوې نیوکې تیره ورځ رد کړې وې اؤ ویلي یې وؤ چې که په پېښه کې څه رقم کوتاهي ثابت شوه نو هغه اماده دی چې دخپل منصب نه استعفا ورکړي.

ددې پېښې د پلټنو دپاره د ائیربس کمپنۍ ماهران هم پاکستان کې موجود دي اؤ حکومت هم دپېښې دپلټنو دپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG