لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ: د افغانستان نه خپل پوځ بيرته ستنوؤ خو ورسره حالات هم د نزدې نه څارو


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان څخه د خپل پوځ بيرته امریکا ته د ستنولو خبره بيا کړې او په افغانستان کې يې د امریکايي پوځ د موجودګۍ او د حالاتو د څارنې يادګېرنه هم کړې ده.

صدر ټرمپ دغه خبره په داسې حال کې کړې چې خبري ادارې ای اېف پي د شورو/ چارشنبې په ور ځ د امریکايي چارواکو له قوله ويلي ؤ چې امریکې د طالبانو سره د کړې لوظنامې ترمخه د وخت نه وړاندې د پوځ ويستلو په خبره غور پېل کړی دی.

نوموړي ټرمپ په تازه ټویټ کې ویلي،

"مونږ په افغانستان کې د جنګي ځواک په څېر جګړه نه کوؤ، لکه څنګه ؤ، اوس وخت راغلی چې زمونږ ځواک خپل ملک ته راشي. مونږ خپل پوځ بيرت راغواړو خو هلته حالات ته د نزدې نه څارو، او که ضرورت پېښ شو داسې عمليات به وکړو چې له دې وړاندې کله نه وي شوي".

امریکا د فرورۍ په مياشت کې د طالبانو سره په توافقنامه کې ويلي چې واشنګټن به د جولايۍ د نيمايي پورې په افغانستان کې موجود ۱۳۰۰۰ سرتيري ۸۰۰۰ زرو ته راکموي.

او د کال ۲۰۲۱م د نيمايي پورې د افغانستان نه د امریکايي پوځ سره د نېټو ټول سرتيري اوباسي.

د افغانستان څخه د امریکايي پوځ د ویستلو سره طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د نړیوالې ترهګرۍ پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او په افغانستان کې د روغې جوړې او سولې دپاره به د افغان مشرتابه سره خبرې پېل کوي.

د امریکې د دفاع محکمې ويلي د طالبانو سره په کړې ژمنه عمل کوي.

پېنټاګون ویلي که په افغانستان کې حالات ښه کيږي او طالبان خپله ژمنه پوره کوي، نو په داسې کې به د افغانستان نه پوځونه وويستل شي.

XS
SM
MD
LG