لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کرونا وايرس د زیارت په ورځ ۵۷ تنه مړه کړي، د مړو شمېره ۱۳۱۷شوه


په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله نور ۵۷ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۱۳۱۷ ته ورسېده.

د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې په نورو ۲۶۳۶ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس ټولې ۶۴زره۲۸ مثبتې پېښې مخې ته راغلي او تراوسه پورې ۲۲زره۳۰۵ کسان چې په کرونا اخته ؤ، ښه شوي دي.

د زيارت په ورځ د کرونا وايرس څخه په مړه شوؤ کې ۲۹ يواځې په پنجاب صوبه کې مړه شوي دي.

پنجاب کې کرونا ټول ۴۱۰ کسان مړه کړه، په ۲۲زره۹۶۴ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ۶۳۳۸ ترې صحتمند شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند صوبه کې په کرونا وايرس اخته ۱۶ تنه مړه شوي دي، په سند کې د مړينو ټوله شمېره ۳۹۶ ته ورسېده.

په سند کې د اغېزمنو شمېره ۲۵زره۳۰۹ او ۱۱زره۱۹۰ ترې صحمتند شوي دي.

کرونا وايرس پرون په خېبرپښتونخوا کې اووه تنه مړه کړي خو دلته د مړو شمېره د نورو صوبو نه سېوا ۴۳۲ ده.

په پښتونخوا کې په کرونا د اخته شوؤ شمېره ۸۸۴۲ ده او ويل کيږي په دغو کې ۲۶۹۳ ښه شوي هم دي.

په اسلام اباد کې پرون درې او بلوچستان کې دوه تنه کرونا مړه کړي دي.

بلوچستان کې د مړو شمېره ۴۳ او اسلام اباد کې ۲۲ ته ورسېده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG