لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د اختر تر اوربند وروسته په پکتیا کې 14 افغان سرحدي پوځیان وژلي


واشنګټن ـــــ د افغانستان د دفاع وزارت پر طالبانو تور لګولی چې وایي له ډزبندۍ یې سرغړونه کړې او بېګا شپه یې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې پر افغان سرحدي ځواکونو برید کړی چې وایي 14 سرحدي پوځیان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د دفاع وزارت پخپل بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو هم په جوابي دفاعي برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د طالبانو برید یې پر شا تمبولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید ذمه واري پر غاړه اخیستې او د 14 افغان پوځیانو د وژنې تر څنګ یې د خپلو دوو تنو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی. دا له کوچني اختره وروسته پر افغان ځواکونو د طالبانو لومړی خونړی برید دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې یو افغان پوځي یې ژوندی نیولی، دوې امنیتي پوستې یې تباه کړې او یوه اندازه وسله یې هم له ځانه سره وړې ده.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په تېر کوچني اختر کې له خپل اړخه تر اعلان کړې درې ورځنۍ ډزبندۍ وروسته پر افغان ځواکونو د برید ذمه واري پر غاړه اخلي.

که څه هم طالبانو یواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی وو، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له خال- خال امنیتي پېښو سره سره ډزبندي لا دوام لري. جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي:

"ډزبندي یوه پېچلې د عمل وړ ذمه واري ده چې د پېښو د مخنیوي لپاره د پام وړ او دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري، دا هڅې به دوام لري".

طالبانو د تېر کوچني اختر په شپه په افغانستان کې درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو او خپلو وسلوالو ته یې امر کړی وو چې پر افغان ځواکونو بریدونه ونه کړي، په جواب کې یې ولسمشر اشرف غني هم له خپل اړخه ډزندي اعلان کړه، چې په افغانستان او بهر کې یې تود هرکلی وشو.

ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پخپله وینا کې د طالبانو د ۲۰۰۰ بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ، چې له هغې ډلې څخه یې تر اوسه ۱۰۰۰ تنه خوشي کړي او طالبانو هم د افغان حکومت ۸۰ تنه بندیان خوشي‌ کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG