لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لپاره له 16 زره ټنه کېمیایي سرې بار سمندري بېړۍ ګوادر بندر ته رسېدلې


واشنګټن ــــ د پاکستان د تجارت وزارت د کرونا وایرس له کبله تر اوږده لاک ډاون وروسته یو ځل بیا ګوادر بندر د افغان ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره فعاله کړی او د افغانستان لپاره له سامانه بار یوه بېړۍ دې بندر ته رسېدلې ده.

د تجارت او سرمایه کارۍ په چارو کې د وزیراعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داود په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې له 16 زره مېټرک ټنه کېمیایي سرې بار بېړۍ ګوادر بندر ته رسېدلې ده.

د وزیراعظم سلاکار ویلي له افغانستان سره یې د سمندر له لارې د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی باب پرانیستی او وایي دا به لومړی ځل وي چې افغانستان ته تلونکې دغه کېمیایي سره به هملته په ګوادر بندر کې په بوجیو کې بندېږي.

"دا لومړی ځل دی چې د کوم بهرني بندر پر ځای به دا کېمیایي سره هملته په ګوادر بندر کې بوجیو ته اچول کېږي او په ټرکونو کې به افغانستان ته لېږل کېږي، چې دا به ځایي خلکو ته روزګار هم ورکړي، په دې اړه مو د ځایي خلکو د نوکریو لپاره مخکې له مخکې لارښوونه کړې ده".

د پاکستان د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د خبر له مخې له کېمیایي سرې پرته افغانستان ته له ګوادر بندره د بورې (چیني) او غنمو د ټرانزیټ او لېږدولو اجازه هم په دې شرط ورکول کېږي، چې وایي‌ ټرکونه به یې په بشپړه توګه سیل وي او یواځې افغانستان ته د تللو اجازه به لري.

په داسې حال کې چې نړیوال تجارت د کرونا وایرس له کبله په ټپه ولاړ دی، د افغانستان او پاکستان تر منځ د مځکنیو لارو د تجارت تر څنګ- چې په پرله پسې توګه روان دی- د سمندر له لارې هم بیا پیل شو.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم د افغانستان لپاره له دوبۍ څخه په ۱۵ زره ټنه کېمیاوي سرې بار یوه بله بېړۍ ګوادر بندر ته تللې وه او سره یې له هغه ځایه په ټرکونو کې افغانستان ته لېږدول شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG