لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه او سېو دي چلډرن وایي د روان کال تر پایه 86 میلینه ماشومان د غربت ښکار کېدای شي


واشنګټن + اسلام اباد ــــ د ماشومانو د حقونو نړیوال تنظیم سېو دي چلډرن او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف په یوه ګډه څېړنه کې ویلي، چې د کرونا وایرس په مهال د ناوړه اقتصادي اغېزو له کبله د روان 2020م کال تر پایه 86 میلینه (اته کروړه شپېته لکه) ماشومان د غربت ښکار کېدای شي.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ د دې څېړنې په بنیاد ویلي چې د اقتصادي بحران په نتیجه کې به سږ کال له غربته د اغېزمنو ماشومانو شمېر 67 کروړه 20 لکه ته ورسېږي، چې وایي دا به تر تېر کال 15 فیصده زیاته وي.

یونیسف او سېو دي چلډرن وایي له دغو اغېزمنو ماشومانو څخه په درو کې دوې برخې یې په سب سهارن افریقا او جنوبي اېشیا کې ژوند کوي. په بیان کې د یونیسیف د اجراییه مشرې هنریټا فور له خولې ویل شوي:

"په کورنیو کې د ژورو اقتصادي ستونځو له کبله د ماشومانو پر غربت او له بنیادي اړتیاوو په محرومۍ کې د کمي راوستلو په برخه کې له کلونو روانې هڅې هم له خطر سره مخ کېدای شي".

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر وایي، د کرونا وایرس له کبله پېښ شوي حالات به د ماشومانو حالت تر هغه ډېر خراب وي چې د یونیسیف او سېو دي‌ چلډرن په رپوټ کې یې ذکر شوی دی. ښاغلي ټکر له وي او اې سره په خبرو کې وویل:

"لومړی خو دا چې خپل وسایل متحرک کول غواړي او په ترجیحي بنیادونو به دغه وسایل په هغو کورنیو تقسیمول غواړي چې ماشومان لري او ماشومان یې په هر شکل کې متاثره کېږي، دغه وسایل که د خپل ملک دي او که د نړۍ دي دا ټول د ماشومانو د بدحالۍ د ختمولو لپاره کارول غواړي".

عمران ټکر وایي د سرکاري شمېرو له مخې په پاکستان کې د وړاندې نه تر دوه کروړه زیات ماشومان له سکولونو بهر دي او د پښتونخوا حکومت د 2017م کال سرکاري شمېرې ښیي چې په دغه صوبه کې سکولونو ته د تګ جوګه 18 لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي.

یونیسیف او سېو دي چلډرن پر ماشومانو د نړیوالې وبا د ناوړه اغېزو د محدود ساتلو لپاره له حکومتونو څخه په سمدستي توګه د ټولنیز تحفظ د نظام او د سکولونو په فنډونو کې د تېزۍ راوستلو غوښتنه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG