لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوټې په هزاره ټاون کې پر درو تنو د ډله ییز برید په تور 12 تنه نیول شوي، 5 پولیس معطل


کوټه + واشنګټن ــــ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هزاره ټاون نومي ځای کې د جمعې په ماښام لسګونه کسانو هلته د یوه نایي په دوکان کې پر درو تنو ډله ییزه برید کړی وو، چې د زیاتو وهلو ټکولو په نتیجه کې یوه تن ساه ورکړه او دوه نور یې سخت ټپیان کړل.

دې پېښې سمدستي پر ټولنیزو رسنیو د خلکو توند غبرګون را وپاراوه او د شنبې- خالي په ورځ یې په ضد د ګورنر هاوس مخته یوه لویه احتجاجي مظاهره وشوه چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړی وو. د احتجاج په مهال د وژل شوي ځوان بلال نورزي مړی هم ایښودل شوی وو او له حکومته یې په دې پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

د کوټې د بروري تاڼې پولیسو د دې پېښې په ضد د یوه ټپي شوي تن نیاز محمد له خوا ایف ای آر درج کړی دی. نیاز محمد په خپل یوه ویډیويي بیان کې ویلي، چې دوی هلته له یوه حمام والا د پور د پیسو اخیستلو ته ورغلي وو خو هلته د سیمې اوسېدونکو- چې ټول یې له هزاره قوم سره تړاو لري- ورباندې برید وکړ:

"زموږ 2004م ماډل ویټز موټر ورکړی وو، د هغه څلور لکه شل زره روپۍ مو پر باندې وې هغو پیسو ته ورغلي وو خو زه یې هم ووهلم زما انډیوال یې هم وواهه او بلال یې شهید کړ، ناحقه په ناحقه بله یوه خبره هم ولاکه وي".

احتجاج کوونکو وروسته له هغه خپل پرلت ختم کړ او د وژل شوي ځوان مړی یې خاورو ته وسپاره چې حکومت په پېښه کې د ځینو لاس لرونکو کسانو د نیولو خبر او د نورو د نیولو باور ورکړ.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهواني وایي، د هزاره ټاون په پېښه کې تورن 12 تنه یې نیولي او د ویډیو او نیول شویو کسانو په مرسته د نورو د نیولو هڅې روانې دي او وزیراعلی د پېښې په ځای کې موجود پولیس هم معطل کړي دي. لیاقت شاهواني وي او اې ډیوه ته وویل:

"زخمیان موږ د بلوچستان حکومت په خرچه کراچۍ ته لېږو او علاج یې کوو، کوم خلک چې په دې پېښه کې لاس لري د وزیراعلی صاحب په امر وړمه شپه لس کسان ونیول شول او پرون یو بل مهم ملزم ونیول شو، د سیمې د ایس ایچ او او سب انسپکټر په ګډون پینځه پولیس هم وزیراعلی صاحب معطل کړي دي".

پر ټولنیزو رسنیو د پېښې په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې هلته ماتې ښیښې پرتې دي، قهرجن کسان د نایي د دوکان د شا له برخې را وځي او هلته د خلکو د ژړا او نعرو ږغونه هم اورېدل کېږي خو هلته موجود پولیس د بریدکوونکو د نیولو پر ځای هغوی د لاس په اشاره له دوکانه باسي. د بلوچستان حکومت د همدې غفلت له کبله دوی معطله کړي‌ دي.

د پولیسو په وینا نیول شوو هزاره ځوانانو په لومړیو پلټنو کې دا تور پورې کړی، چې وژل شوي ځوان بلال نورزي او د هغه ملګرو په هزاره ټاون کې د هزاره مېرمنو ویډیوګانې جوړې کړې وې ځکه یې ورباندې برید کړی.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کېږي چې وژل شوی ځوان بلال نورزی له خپل یوه بل ملګري سره د نایي د دوکان پر صوفه ناست دی او یو بل تن- چې یواځې لاس یې لیدل کېږي- له ده څخه موبایل اخلي او په موبایل کې یې یوه د څو سیکنډو ویډیو چلوي چې په هغه کې بازاري ښکاري او هلته لومړی یو تن پر سایکل سپور او بیا څو ښځې روانې لیدل کېږي.

لیاقت شاهواني وایي پولیس به په پېښه کې له ټپي کسانو او له نیول شوو تورنو کسانو تفصیلي معلومات اخلي او په دې اړه به بشپړه پلټنه کوي، وایي په دې پېښه کې د وژل شوي او ټپي کسانو له کورنیو سره انصاف د بلوچستان د حکومت ذمه واري ده.

پر ټویټر او فېسبوک له وړمې شپې راهیسې د دې پېښې په ضد توند غبرګون لیدل کېږي. د عامو پښتنو او سیاستوالو تر څنګ خپله د هزاره قوم سیاسي او ټولنیزو فعالانو او هم دا پېښه په کلکه غندلې او له حکومته یې د تورنو کسانو په ضد د ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG