لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي نور ۸۸ کسان يې مړه کړي


په پاکستان کې نور ۸۸ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي، له دې وړاندې په ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي وو.

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د مړينو پېښې او په دغه وايرس د اخته کسانو شمېرې په تېزۍ سره ورځ تر بلې نورې سېوا کيږي.

په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړينو ټوله شمېره ۱۴۸۳ ته رسېدلې ده.

په تېر شوا روز کې په ۳۰۳۹ نورو کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د اخته شوؤ شمېره ۶۹زره ۴۹۶ ته سېوا شوې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې په دې ناروغۍ اخته ۲۵زره۲۷۱ کسان ښه شوي هم دي.

سند

کرونا وايرس په سند صوبه کې نور ۳۸ کسان مړه کړي چې ورسره په صوبه کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره ۴۶۵ شوه، په صوبه کې په ۲۷زره۳۶۰ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او ۱۳زره۲۷۲ ترې روغ شوي هم دي.

پنجاب

په پنجاب کې په تېر شوا روز کې په کرونا وایرس اخته نور ۳۶ تنه مړه شوي دي چې ورسره په صوبه کې په دې وایرس د مړه شوؤ شمېره ۴۷۵ ته رسېدلې ده.

په پنجاب کې په ۲۵زره۵۶ کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ۶۹۰۱ ترې صحتمند شوي دي.

خېبرپښتونخوا

کرونا وايرس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خېبرپښتونخوا کې اته کسان مړه کړي چې ورسره په صوبه کې د ټولو مړينو شمېره ۴۵۳ ته ورسېده خو په صوبه کې په نورو ۴۷۳ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

په پښتونخوا کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېره ۹۵۴۰ ته رسېدلې خو ورسره ويل شوي په ۲۸۰۹ کسان د دې وايرس نه ښه شوي هم دي.

کرونا وايرس په تېر شوا روز کې په اسلام اباد کې څلور او بلوچستان کې درې تنه مړه کړي دي، په بلوچستان کې د مړينو ټوله شمېره ۴۶ او اسلام اباد کې ۲۷ ته سېوا رسېدلې ده.

کرونا وايرس په ګلګت بلتستان کې ۱۱ او ازاد کشمیر کې شپږ تنه مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG