لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان بېلا بېلې سیمې یو ځل بیا دملخانو  تر سخت برید لاندې دي


پاکستان کې د قدرتي افاتو په مهال مرستندویه دولتي اداره این ډی ایم ای وایي ملخان اوس مهال د بلوچستان له ۳۳ ولسوالیو څخه په ۳۰ؤ ولسوالیو کې شتون لري.

په بلوچستان کې پشین ، کلاسیف اللہ ،کلا عبد اللہ ،زیارت، د مستونګ ولسوالۍ د ملخانو د لوړې کچې حملې سره مخ دي.

داین ډي ایم ای ویاند پخپل یو بیان کې ویلي په کومو سیمو چې ملخانو حملې کړي هغه معلومولی شي ا‌ؤ ددې ملخانو دمخنیوي دپاره عملیات دوامداره دي.

دغه اداره وایي چې تیر یو شواروز کې درې نیم لکه هیکړه هغه زمکه په نخښه کړل شوې ده چې دملخانو دبرید لاندې وه اؤ دې کې په ۴۹۰۰ هیکړه زمکه یا پټو د ملخانو ضد دوا شیندل شوې ده.

د این ډي ایم دی د شمیرو له مخې بلوچستان کې په ۳۲۰۰،پنجاب کې په ۱۰۰،خیبر پښتونخوا کې په ۱۰۰۰ اؤ سندهـ کې په ۶۰۰ هیکړه زمکه د ملخانو ضد دوا شیندل شوې ده.

د ځایی خلکو په وینا ،ملخان ، باغونه او نور فصلونه زیانمنوي خو دولت تر دې دمه په سیمه کې د ملخانو د له منځه وړلو لپاره اقدامات نه دي کړي.

بلوچستان کې د کروندو د ژغورنې د صوبایي ادارې دمشرعارف شاه په وینا ، ملخان د فبرورۍ په میاشت کې راښکاره شول اؤ اوس ددغو ملخانو د قابو کولو لپاره اقدامات روان دي.

د ملخانو اوسني برید د کور دننه دی. په هرصورت ، اصلي ګواښ د جون له م ۱۵م راهیسې دی.

د عارف شاه په وینا ، د جون له ۱۵م راهیسې ، د یمن او سعودي عربستان څخه د ایران له لارې ملخان دلته راځي اؤ‌ دپاکستان بیلابیلې سیمې دملخانو دحملې له لوړ خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اداره وایي د ملخانو له کبله په پاکستان کې د پسرلي او اوړي فصلونه له تباهۍ سره مخامخ کېدای شي چې وایي که یې مخه ونه نیول شي‌ نو دا هېواد به له څلور اربه ډالره یا ۶۶۹ اربه روپیو مالي تاوان سره مخ شي.

رپوټ وایي چې د ملخانو له کبله پسرلنیو فصلونو غنمو، نخودو (چڼو) او د تېلو تخمونو ته په لږ موده کې زیات زیان رسېدلای شي، چې وایي کېدای شي 15 فیصده پسرلني فصلونه ټول ضایع شي او پاکستان ته به یې 205 اربه روپۍ تاوان ورسېږي.

خو وایي کېدای شي د ملخانو د بریدونو له کبله د اوړي فصلونو ته زیات زیان ورسېږي، چې د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې پاکستان ته یې د 464 اربه روپیو تاوان اټکل شوی دی او دا د ټول فصل 25 فیصده ګڼل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG