لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دقانون وزیر فروغ نسیم بیا دخپل منصب نه استعفا ورکړه


دپاکستان دقانون وزیر ښاغلي فروغ نسیم یو وارې بیا دخپل منصب څخه استعفا ورکړې ده اؤ وایي هغه به دسپریم کورټ دجج قاضي فائزعیسی په ضد محکمې ته ورکړل شوؤ عریضو کې د حکومت په استازیتوب وکالت کوي.

فروغ نسیم چې دپاکستان یو وتلی قانون پوهه ګڼل کیږي، تر دې دمخه یې تیرکال په ۲۶م نومبر هم سپریم کورټ کې دپوځ دسرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه دماموریت دمودې غځولو په دوسیه کې د وکالت کولو دپاره دقانون د وزیر دمنصب څخه استعفا ورکړې وه.

پخپل یو تازه بیان کې ښاغلي فروغ نسیم ویلي هغه خپله استعفا د وزیراعظم عمران خان په وینا ورکړې چې وزیراعظم منلې هم ده.

هغه ویلي استعفا یې ددې دپاره ورکړې چې د وزیراعظم په غوښتنه به دقاضي فائز عیسی په دوسیه کې ستره محکمه کې د وفاق استازیتوب کوي.

هغه وایي “ترڅو چې زه دې دوسیه کې په وکالت بوخت یم دقانون وزارت چوکۍ به د وزیراعظم عمران خان په لاسو کې وي”

دسپریم کورټ دجج قاضي فائز عیسی په ضد دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي بیلابیلې عریضې لوړه قضایي شورا یا سپریم جوډیشل کونسل کې جمع کړې چې پکې یې په هغه دهیواد نه بهر دناجائزه جائیدادونو جوړولو ترڅنګ یو شمیر نور تورونه لګولي دي.

جج قاضي فائز عیسی دا صدارتي ریفرنسونه په ستره محکمه کې چیلنج کړي دي اؤ ټاکل شوې ده سبا یې په محکمه کې اوریدنه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG