لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتونو رپورټ:طالبان خپلو وسله والو ته وایي"باوري اوسئ،په طاقت اقتدار ترلاسه کولی شو"


دملګرو ملتونو دغړو هیوادونو په استخباراتي معلوماتو اډاڼه یو رپورټ کې ویل شوي چې طالب مشران خپلو وسله والو لښکرو ته پرله پسې ډاډ ورکوي چې” باوري اوسئ،مونږ دطاقت په زور واک ته رسیدای شو”

دملګرو ملتونو لخوا په دې اړوند راجوړ کړی شوي یو رپورټ څخه په ډاګه کیږي چې دملګرو ملتونو غړي هیوادونه شکونه لري چې طالبان امریکا سره دسولې په شوي تړون دعمل کولو اراده نه لري.

دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ د فرورۍ په ۲۹مه دوحه کې دسولې دترسره شوي دغه تړون موخه افغانستان کې د دوؤ لسیزو راهسې روانه جګړه پائ ته رسول اؤ د دائمي امن ټینګښت دی.

دنړیوالو بندیزونو دڅار په هکله د ملګرو ملتونو ډلې نه یوازې دې وروستیو کې د طالبانو لخوا په افغان ځواکونو د شوؤ بریدونو یادؤنه کړې ده بلکې دهغوئ ترمنځ یو بل ته لیږل شوي هغه پیغامونه یې هم یاد کړي چې پکې دسخت دریځ پرځائ سااتلو ټینګار شوی دی.

رپورټ کې راغلي چې طالبان باوري دي چې هغوئ دطاقت په زور اقتدار ترلاسه کولی شي اؤ دا ګواښ موجود دی چې هغوئ به بین الافغاني خبرې اترې تر هاغه وخته دځنډ ښکار ساتي ترڅو چې افغانستان څخه نړیوال ځواکونه وتلي نه وي.

دملګرو ملتونو د رپورټ له مخې دافغان ځواکونو هوایي حفاظت دامریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه کوي اؤ له هم دې امله طالبان په خلاص مټ خپل فعالیتونه نه شي کولی خو که چرې نړیوال ځواکونه په سمدستي توګه له افغانستان څخه اوځي نو د دوئ دا وتل به دافغانستان څو ولایتونه د ګواښ سره مخ کړي.

دا مهال افغانستان کې په ۲۱ؤ ولسوالیو طالبان واک لري اؤ هغوئ دافغانستان په ۶۰فیصده خاوره د خپل واک ټینګولو هڅې کوي.

رپورټ کې ویل شوي چې طالب وسله وال په شمیره کې د۵۵زرو څخه نیولي تر ۸۵ؤ زرو پورې دي د۱۵ؤ زرو نه زیات همکاران یا اسانۍ برابرونکي تنان لري.

دملګرو ملتونو دڅار دغه ډلې پخپل رپورټ کې لیکلي چې طالبان د ۳۰ؤ کروړو نه نیولې یو ارب کلني عوائدات لري اؤ دوئ دغه پیسې په سیمه ییزه کچه د ټیکسونو اؤ د مخدره موادو دغیرقانوني تجارت دلارې ترلاسه کوي.

ددې ترڅنګ دطالبانو القاعده سره اړېکې هم له پامه نه شي غورځیدی اؤ دملګرو ملتونو یو غړي هیواد داسې اطلاع هم ورکړې ده چې امریکا سره دخبرو اترو په مهال هم طالبان د القاعده مشرانو سره په تماس کې وؤ اؤ دهغوئ نه به یې مشورې اخستې.

دامریکا غږ څخه دخپور شوي راپور له مخې دملګرو ملتونو ددې رپورټ باوجود دامریکا لوړ پوړي چارواکي هیله لري چې طالبان به دسولې په تړون ټینګ پاتې شي اؤ دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځبه د سولې خبرې بریالۍ شي.

افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد وایي.” مونږ دپاره دفکر هیڅ خبره نشته ، مونږ یوه څارونکې ډله لرو چې هغوئ په دې خبره نظر ساتلی چې طالبان څنګه خپلې ژمنې عملي کوي”

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ چې دسولې کوم تړون شوی دهغې له مخې به امریکا د جولاتیي پورې افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیره ۸۶۰۰ته راټیټوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG