لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له کرونا روغ شوی دمرکزي پارلیمان غړی منیر اورکزئ مړ شو


دخیبر پښتونخوا دکرم قبائیلي ضلعې څخه دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی منیرخان اورکزی د زړه دحرکت بندیدو له امله وفات شوی اؤ نن د نهې په ورځ د اورکزو پخپل پلرني کلي مندوري کې خاورو ته سپارل شوی دی.

ښاغلی منیر اورکزی دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام(ف) سره یې تړاؤ لرلو تیره میاشت په کرونا وایرس اخته شوی ؤ خو وروسته په اتم مئ هغه دکرونا نه روغ شوی ؤ اؤ ټیسټ یې پاک راوتلی ؤ.

له رغیدو وروسته چې کله هغه په دې وروستیو کې دقامي اسمبلۍ غونډه کې ګډون درلود نو هم یې یو ناساپه طبیعیت خراب شوی اؤ روغتون ته رسول شوی ؤ.

د۶۱کلن منیر اورکزي وراره عرفان الله پاکستاني رسنیو ته ویلي دهغه تره چې دکور دخلکو لخوا د نهې په سحر نمانځه ته راپورته کولی شو نو هغه ساه نه اخسته اؤ بیا په سمدستي توګه د ټل روغتون ته ورسول شو چې دغلته یې ډاکټرانو د مړینې پخلی وکړو.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړي محسن داوړ دهغه په مړینه خواخوړي څرګنده کړې اؤ د سیمې دخلکو دپاره یې خدمتونه ستائیلي دي، په ټوئټر خپل یو پیغام کې دپي ټي ایم مخکښ مشر محسن داوړ د منیر اورکزي کورنۍ سره دهغه په مړینه خواخوږي ښکاره کړې ده

منیر اورکزي‌ نه پیځه لوڼه،یو زوئ یتیمان اؤ یوه میرمن کونډه پاتې شوې ده.

هغه درې کرته دقامي اسمبلۍ غړی پاتې شوی ؤ اؤ دپخواینو قبائیلي سیمې نه د پارلیمان د غړو په یوه لیکه راټولولو کې یې مدام مهم رول لوبولی ؤ.

XS
SM
MD
LG