لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو له کرونا وایرسه د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د مړینې خبر رد کړ او وایي ژوندی دی


واشنګټن ـــــ افغان طالبانو د بهرنیو رسنیو هغه رپوټونه رد کړي او پروپیګنډه یې بللې چې وایي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته په وروستیو کې کرونا وایرس ور پورې شوی او د دې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

د امریکې فارن پالیسي ورځپاڼې تېره اوونۍ د افغان حکومت، طالبانو او ځینو بهرنیو سرچینو په حواله خبر ورکړی وو، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده، سراج الدین حقاني او یو شمېر نور مشران په کرونا وایرس اخته شوي دي.

فارن پالیسي د جون په لومړۍ نېټه بیا په خپل بل خبر کې د ځینو طالب سرچینو له خولې دعوه کړې چې "کېدای شي" د طالبانو مشر د کرونا وایرس له کبله د علاج په وخت مړ شوی وي، خو طالبانو دا خبر رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي:

"یو ځل بیا په ځینو رسنیو کې پروپاګند اورو چې د اسلامي امارت د زعیم [مشر] او نورو مشرانو په اړه ناسم راپورونه خپروي چې ګنې د کرونا ناروغي ورته رسېدلې یا خدای مه کړه وفات شوي. موږ د اپروپاګند په کلکه ردوو، مشران الحمدلله جوړ، روغ او پخپلو کارونو بوخت دي".

د طالبانو د مشر د مړینې خبر په داسې وخت کې خپور شوی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په وروستیو کې د شاوخوا زر تنه بندیانو د خوشي کېدو تبادله شوې او د سولې بین الافغاني خبرو ته زیات هیله ښودل کېږي.

فارن پالیسي د مولوي محمد علي جان احمد په نوم یو تن د طالبانو لوړرتبه پوځي چارواکی ګڼلی او د هغه له خولې یې لیکلي چې د طالبانو مشر ته کرونا وایرس ور پورې شوی دی، مولوي احمد جان ورته په مرکه کې ویلي "زموږ مشر ناروغ دی خو په ښه کېدو دی".

خو د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې له طالبانو سره تړلیو درو نورو کسانو- چې خپل نومونه یې پټ ساتلي- ویلي، دوی په دې باور دي چې ملا هبت الله اخوندزاده له ناروغۍ مړ شوی دی، خو دا خبر د طالبانو په ګډون بلې کومې معتبرې سرچینې نه دی تایید کړی.

بل لور ته د افغان حکومت یوه لوړرتبه چارواکي ویلي، چې د طالبانو د قطر دفتر ځینې مشران- چې د امریکې او طالبانو تر منځ‌ د سولې په په خبرو کې هم شریک وو- هم په کرونا وایرس اخته شوي دي. دې چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي: "د طالبانو د قطر دفتر تقریباً ټول مشران دا ناروغي لري".

ناپېژاند طالب چارواکي فارن پالیسي ته ویلي، چې د طالبانو مشر په تېرو درو میاشتو کې نه دی لیدل شوی او نه یې په دې موده کې کوم ږغیز پیغام خپور شوی، وایي یواځې یې تر روژې او اختر مخکې لیکلي پیغامونه خپاره شوي دي.

مولوي جان احمد فارن پالیسي ته ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شوی وو، خو دا یې نه دي ویلي چې د کوم ځای په کوم روغتون کې. د دې پوښتنې په جواب کې- چې آیا علاج خو یې په پاکستان کې نه کېده؟- دې طالب مشر ویلي:

"تاسې ولې پاکستان یواځینی هېواد ګڼئ [چې ګواکې دی به هلته علاج کوي]؟ ډېر نور هېوادونه دي چې تر پاکستان ډېر زورور دي، زموږ ملاتړ کوي او نړۍ په دې خبره ده. زه د ملک نوم نه در اخلم، خو دا یو ځواکمن هېواد دی چې زموږ له متحدینو څخه دی".

په لندن کې له رایل یونایټیډ سروسز انسټیټیوټ سره د طالبانو د چارو یو ماهر انتونیو ګیوستوزي وایي، د طالبانو سرچینو ورته منلې چې ملا هبت الله اخوندزاده ته کرونا وایرس ور پورې شوی او "شدید ناروغ دی چې د پاکستان په یو روغتون کې دی"، خو وایي په کوټه کې د طالبانو ځینو سرچینو بیا ورته ویلي چې هغه د علاج لپاره روس ته تللی دی.

فارن پالیسي د مخکې یاد شوي مولوي علي محمد جان احمد او ځینو لوېدیځو سرچینو له قول لیکلي چې طالبانو اوس د سراج الدین حقاني د ناروغۍ له کبله د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د خپل تحریک د انتظامي، عملیاتي او پوځي چارو مسئول ټاکلی دی.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه هم ډېره موده پټه پاته وه او شاوخوا دوه کاله وروسته په 2015م کال کې هغه وخت طالبانو تایید کړه، چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته ډېره زمینه برابره شوې وه، خو د ملا عمر د مړینې اعلان دا خبرې بیرته وځنډولې.

XS
SM
MD
LG