لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جېم ماټېس: ټرمپ غواړي امریکایان سره وویشي


واشنګټن: د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اداره کې د دفاع پخواني وزیر جېم ماټېس چې له سوریې څخه یې د امریکايي سرتېرو د وتلو له امله استعفا ورکړې وه په ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ باندې تور پورې کړی چې هڅه کوي امریکا سره وویشي.

نوموړي دغه څرګندونې په یو بیان کې چې د اټلانټیک لخوا د شورو یا چهارشنبې په ورځ انلاین خپره شوې ده کړي دي.

"زما په ټول ژوند کې، ډانلډ ټرمپ لومړنۍ ولسمشر دی چې هڅه نه کوي امریکایان سره یوځای کړي. دی یې یواځې اکټ هم نه کوي بلکه دی هڅه کوي مونږ سره جلا کړي"

جېم مېټېس د سمندري ځواکونو هغه جنرال دی چې زیات درناوی یې کېږي او ده تر اوسه پورې نېغ په نېغه د ولسمشر ټرمپ په کړنو باندې داسې څه نه وو ویلي.

مېټېس وايي، "ما د روانې اونۍ حالات، غوصه او مایوسي وکتله." هغه وړاندې د لاریون کونکو په څېر د مساوي حقونو له خبرې ملاتړ وکړ.

په مېنېپولېس کې د مې په ۲۵ نېټه د پولیس افسر په لاس د یو تور پوستي امریکايي له وژل کېدو وروسته د امریکا په اکثرو ښارونو کې د تاریخي قهرجنو لاریونونو څپه پېل شوې ده چې پکې د نژاد پرستۍ، د پولیسو لخوا د تاوتریخوالي او د ټولنیزو بې عدالتیو غندنه کېږي.

په سلګونو زرو کسانو په ټوله امریکا کې سولیز لاریونونه وکړل خو په ځینو ځایونو کې په تاوتریخوالي هم بدل شول.

ډانلډ ټرمپ چې د لاریون کونکو د غوښتنو په اړه لا څه نه دي ویلي خو په تونده لهجه یې ګواښ کړی که اړتیا ولیدل شي نو پوځ به سړکونو ته راوباسي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG