لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په یوه ورځ کې ۴۶۸۸ کسان په کرونا اخته شوي او نور ۸۲ يې مړه کړي


په پاکستان کې ورځ تر بلې د کرونا وايرس پېښې سېوا کيږي، په تېر شوا روز کې په نورو ۴۶۸۸ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی، په ملک کې د کرونا وهلو شمېره ۸۴زره۶۱۳ ته سېوا شوې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وايرس اخته نور ۸۲ کسان مړه شوي دي، چې ورسره په ملک کې د مړينو شمېره ۱۷۷۰ ته ورسېده.

په پاکستان چې څومره څومره معاينې زياتيږي دومره ورسره د کرونا وهلو شمېرې هم سېوا کيږي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۰زره۱۶۷ معاينې شوي چې پکې ۴۶۸۸ مثبتې مالومې شوي دي.

په پنجاب صوبه کې بيا ۳۷ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي او په دغه صوبه کې د مړو شمېره ۶۰۷ ته رسېدلې ده، په پنجاب کې د اغېزمنو شمېره ۳۱زره۱۰۴ ده او ۷۷۱۲ ترې روغ شوي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند صوبه کې ۲۹ کسان کرونا وايرس مړه کړي چې ورسره په صوبه کې د ټولو مړو شمېره ۵۵۵ ته ورسېده، په سند کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۳۲زره۹۱۰ ته سېوا شوې ده او ۱۶زره۲۲ ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په تېر شوا روز کې لس تنه مړه شوي دي، په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې د کرونا وايرس څخه ۵۰۰ تنه مړه شوي، ۱۱زره۳۷۳ترې اغېزمن شوي او ۳۱۵۰ ترې روغ شوي دي.

بلوچستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۵۱، اسلام اباد کې ۳۸، ګلګت کې ۱۲ او ازاد کشمير کې اووه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG