لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: په وسله والو بريدونو کې دوه تنه وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پرون راهسې دوه تنه مالومو وسله والو په ډزو وژلي دي، پوليس وايي دا هدفي وژنې دي.

د شمالي وزیرستان د پوليسو په وېنا د ډزو يوه پېښه پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ په شوا تحصيل کې رامنځته شوې او ځايي قبايلي مشر ملک مسعودالرحمان وزير پکې وژل شوی دی.

پوليس وايي د وزیر کورنۍ د هغه د وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې ده.

په شمالي وزيرستان کې دوېمه پېښه تېره شپه ناوخته د ميرعلي تحصيل په خدري کلي کې شوې او په دغه پېښه کې يو ۲۴ کلن ځوان اسرارالله په ډزو وژل شوی دی.

د اسرار الله ورور نور فريد خان هم د دغه پېښې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړې ده.

پوليس وايي د اسرار الله ورور نور فريد ورته ويلي چې اسرار الله په لاهور کې د طب (مېډېکل) زده کړې کولې او اختر له کلي ته راغلی.

پوليس د وژل شوي تن د خپلوانو له قوله وايي چې اسرار الله هغه وخت په هدف شوی چې د ماسخوتن د نمانځه نه بيرته کور ته روان ؤ، او د دوی د چا سره کومه شخصي دښمني هم نه وه.

د شمالي وزيرستان پوليس وايي د دواړو پېښو پلټنې يې پېل کړي دي.

په شمالي وزيرستان کې وخت په وخت د بدامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ د هدفي وژنو پېښې رامنځته کيږي.

د سيمې نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی ميرکلم وزیر په علاقه کې د بدامنۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او وايي دوی د ضرب عضب عملياتو وروسته اوس هم په علاقه کې ځان خوندي نه ګڼي ځکه چې نوموړی وايي اوس هم په علاقه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه کيږي او د خلکو وژنې روانې دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل هغه په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو په سر په صوبايي اسمبلۍ کې هم خبره کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) هم په خپلو غوښتنو کې يوه غوښتنه دا لري چې په قبايلي ضلعو کې دې د هدفي وژنو مخنيوي وشي.

XS
SM
MD
LG