لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د خزانې وزارت: کېدای شي د کرونا وبا له کبله 30 لکه تنه بې روزګاره شي


واشنګټن ـــــ د پاکستان د خزانې وزارت د جمعې په ورځ‌ سېنټ ته په یوه لیکلي جواب کې ویلي، چې کېدای شي د کرونا وایرس په نتیجه کې د ټولبند یا لاک ډاون له کبله په لومړي پړاو کې د هېواد ۳۰ لکه تنه بې روزګاره شي خو اپوزیشن ګوندونو دا شمېر تر دې څو چنده زیات ګڼلی.

د خزانې وزارت وایي په دغو درې میلینه کسانو کې چې کېدای شي روزګارونه وبایلي، لس لکه د صنعت له څانګې سره تړلي دي چې په کارخانو او فیکټریو کې کار کوي او شل لکه هغه دي چې په غیرصنعتي ځایونو کې کار کوي.

د جمعې په ورځ د سېنټ په غونډه کې اپوزیشن ګوندونو د خزانې وزارت جواب رد کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې تر کرونا وایرس مخکې لا دوه میلینه (۲۰ لکه) خلک بې روزګاره شوي وو. د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ وایي:

"له ۲۰ تر ۲۵ لکه کسان خو هغه وخت لا بې روزګاره شوي وو چې کرونا وایرس دلته نه وو راغلی، اوس خو به تر ۳۰ لکه زیات خلک نور بې روزګاره کېږي او د غربت کچه به تر ۵۰ فیصده هم زیاته شي خو حکومت بیا هم په دې برخه کې غلط بیاني کوي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت وایي چې سږ کال د بې روزګارۍ له کبله هم په ټیکسونو را غونډولو کې له اووه سوه نه تر نهه سوه اربه روپیو پورې کمي راتلای شي.

د خزانې وزارت د سېنټ غونډې ته په وړاندې کړي لیکلي جواب کې ویلي، چې د کرونا وبا له کبله په پاکستان کې د غریبۍ کچه تر ۳۳.۵ فیصده پورې زیاتېدای شي چې دا مهال ۲۴.۳ فیصده ده.

وزارت وایي کوم پاکستانیان چې له بهرنیو هېوادونو پاکستان ته پیسې لېږي په هغه کې به هم تر دوه اربه ډالره زیات کموالی راشي او د کالنۍ بودیجې خساره به هم ۹.۴ فیصده ته ورسېږي.

د تحریک انصاف ګوند مرکزي وزیر حماد اظهر منلي دي چې د ۳۰ لکه خلکو ممکنه بې روزګاره کېدل د حکومت اندازې دي او وایي چې له وخت سره په دې کې بدلون راتلای شي:

"کومې اندازې چې حکومت لګولې دي د کرونا وایرس له حالت سره په هغه کې هم بدلون راتلای شي، موږ نه پوهېږي چې دا وبا تر کومه چلېږي".

د پاکستان حکومت مني چې په هېواد کې زیات خلک غیررسمي کاروبار کوي ځکه نو د کرونا وایرس په مهال د ټولبند له کبله د هغوی کاروبارونه اغېزمن شوي دي. وزیراعظم عمران خان هم ویلي وو چې د کرونا وایرس له کبله یې د هېواد د کروړونو خلکو روزګار خرابېدای شي.

د خزانې وزارت دا رپوټ په داسې وخت کې خپور کړی چې په پاکستان کې د کرونا وایرس په ډېره تېزۍ خپرېږي او د اغېزمنو کسانو شمېر یې تر چین زیات شوی دی. دا مهال په پاکستان کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۹۰ زره ته نیژدې شوی او ۱۸۳۸ تنه ځنې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG