لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د کرونا وايرس څخه نور ۹۷ کسان مړه، د اغېزمنو شمېر د ۹۳زرو ته نزدې شوی


په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۹۷ کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي چې وروستو يې په ملک کې د دې وايرس نه د مړو شمېر ۱۹۳۵ ته رسېدلی دی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۴۷۳۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی د کوم وروستو چې په ملک کې د اغېزمنو کسانو شمېر ۹۳زره ۸۷۲ ته سېوا شوی دی.

په پنجاب صوبه کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره ۵۶۹، په سند کې ۶۱۵، په خېبرپښتونخوا کې ۵۴۱ او بلوچستان کې ۵۴ ته رسېدلې ده.

په اسلاام اباد کې د کرون وايرس نه ۴۵ او ګلګت کې ۱۳ او ازادکشمیر کې ۸ زره کسان مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرې ترمخه په پنجاب کې ۳۵زره ۳۰۸، په سند صوبه کې ۳۴زره ۸۸۹، په بلوچستان کې ۵۷۷۶ او اسلام اباد کې ۴۳۲۳ کسانو کې تر دې دمه د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د دې ترڅنګ په خېبرپښتونخوا کې د دې وايرس ښکار کسانو شمېر ۱۲زره ۴۵۹ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې تراوسه د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټولې شپږ لکه، ۶۰زره ۵۰۸ معاينې شوي دي چې پکې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲زره ۱۸۵ شاملې دي.

په تېر شواروز کې د مړو شمېر تر اوسه په پاکستان کې د دې وايرس د ښکاره کېدو وروستو تر ټولو زيات دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تراوسه ۳۱زره ۵۸۱کسان د دې وايرس نه ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG