لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وایي دپاکستاني طالبانو لاسونه دافغانانو په وینو سره دي


افغانستان دپاکستان دا تور رد کړی چې ګنې هند دپاکستاني طالبانو ډله دافغانستان څخه کنټرولوي اؤ ویلي یې دي دپاکستاني طالبانو لاسونه دافغانانو په وینو لړلي دي اؤ افغانستان دا ډله ترهګران ګڼي.

روانه اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې تور لګولی ؤ‌ چې هند نه ترهګر افغانستان ته ځي اؤ د ټي‌ ټي‌ پي‌ په نوم دپاکستاني طالبانو ډله هم هند دافغانستان څخه کنټرولوي.

پاکستان دا تور وروسته له هغې لګولی ؤ چې تیره اوونۍ دهند دبهرنیو چارو د وزارت ویاند اوراګ سري واستو ویلي وؤ دملګرو ملتونو دڅارندویه ډلې په رپورټ کې دهند هغه دریځ سم منل شوی چې وایي پاکستان کې اوس هم د ریاست په مرسته د وسله والو ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو خوندي ځالې موجودیت لري.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي په تیرو کلونو کې د پاکستاني طالبانو دډلې یو شمیر مشران چې ملا فضل الله هم پکې شامل دی اؤ نور وسله وال یا خو په جګړو کې وژل شوي اؤ‌ یا هم له نیول کیدو وروسته عدالت ته وړاندې کړل شوي دي.

دافغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانستان په سیمه کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړي دي اؤ دټولو ترهګرو ډلو په ضد یو رقم مبارزه کوي.

کابل، واشنګټن اؤ نوي ډلي بیلابیلو وختونو کې اسلام اباد دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی خو په دې وروستیو کې امریکې افغانستان سوله کې د پاکستان د کردار ستائنه هم کړې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر روانه اوونۍ پخپل بیان کې ویلي وؤ دملګرو ملتونو څارندویه ډلې په ازادانه ډول اندازه لګولې ده چې هند څخه بهرني ترهګر دداعش خراسان څانګه کې ورګډیدو دپاره افغانستان ته ځي اؤ دملګرو ملتونو دامنیت شورا څخه منظور شوي قرارداد کې دهند څخه غوښتنه شوې چې افغانستان ته دترهګرو د اوړیدو مخه ونیسي.

څېړونکي زیاتره وخت دافغانستان په هکله دپاکستان په تګلارو نیوکې کوي چې افغانستان کې په جګړه بوخت طالبانو سره پټ په پټه مرستې کوي‌ اؤ پاکستاني طالبان خپل دښمنان ګڼي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي چې دترهګرو له مخې پرته له کوم توپیر چټک ګامونه اخلي اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG