لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک د امریکايي بلاګ لیکونکې تورونه رد کړي


د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير رحمان ملک د امریکايي بلاګ ليکونکې سېنتیا رېچي تورونه رد کړي دي، امریکايي بلاګ لیکونکي سېنتیا رېچي په رحمان ملک د جنسي تېري تور لګولی دی.

د پاکستان شخصي ټیلي ويژن (کېپټل) ټي وي د پاکستان پېپلز ګوند سره تعلق لرونکی پخواني د کورنیو چارو وریر رحمان ملک د وياند له خلې ويلي، رحمان ملک د امریکايي بلاګ لیونکې سېنتیا رېچي د تورونو ځواب خپل سپکاوی ګڼي او دغو تورونو ته يې ناوړه او منګړت ويلي دي.

هغه ويلي د سېنتیا رېچي تورونه په بدنيتۍ اډاڼه لري او د هغې مقصد د رحمان ملک شخصيت ته تاوان اړول دي.

رحمان ملک تور لګولی چې د امریکايي بلاګ ليونکې ناوړه تورونه د يو خاص تن يا ډلې په راپارولو لګول شوي دي، خو نوموړي د کوم تن يا ډلې نوم نه دی اخيستی.

هغه دا هم ويلي چې هغه (رحمان ملک) د يوسف رضا ګېلانی د ځواب تاييد کوي.

سېنتیا رېچي په رحمان ملک په زور د هغې سره د جنسي فعل کوولو الزام د جمعې په ورځ په فېس بک یو وډیو کې وکړو.

دغه وډیو په پاکستان کې خلکو په وېټس اېپ هم خپره کړې ده چې پکې هغه په رحمان ملک دغه تور تکراروي او وايي د پېپلز پارټۍ د نورو مشرانو په اړه هم مواد شته.

د برطانيي خبري ادارې بي بي سي ویلي پخواني وزیراعظم یوسف رضاګیلاني ورسره خبرو کې د سېنتیا رېچي الزامات رد کړي. بي بي سي وايي ښاغلي ګیلاني وویل سېنتیا رېچي څو ورځې وړاندې د بېنظیر بهټو په اړه د سپکاوي خبرې کړې وې او د هغه زوي چې د پنجاب اسمبلۍ غړی دی د سېنتیا رېچي خلاف د بې عزتې دعوه کړې او دا د سېنتیا رېچي عکس العمل دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG