لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په یوه ورځ دکرونا څه کم پینځه زره پېښې،حکومت وایي بیا سخت لاک ډاؤن په ځائ کوي


پاکستان کې د یو شواروز دننه د کرونا وایرس دڅه کم پینځوؤ زرو پېښو مخې ته له راتلو وروسته حکومت ویلي دي چې سر دوباره سخت لاک ډاؤن یا پر فعالیتونو بندیز پځائ کوي.

پاکستان کې په کرونا د څار مرکز د خالي په ورځ ویلي په تیر یوشواروز کې د کرونا ۴۷۳۷نوې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره هیواد کې دکرونا د ناروغانو شمیره ۹۳زره اؤ‌۹۸۳ ته رسېدلې ده اؤ ۱۹۳۵کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان پرله پسې پخپلو ویناګانو کې دلاک ډاؤن مخالفت کړی خو دخالي په ورځ دپاکستان دمرکزي کابېنې یو وزیر ښاغلي اعظم خان سواتي رسنیو ته ویلي چې ولس کرونا څخه د ځان ژغورنې په اړوند په حکومتي سپارښتنو عمل نه کوي نو ځکه حکومت یو وارې بیا دسخت لاک ډاؤن په لوري روان دی.

هغه دا سخت لاک ډاؤن پرځائ کولو دا خبره په داسې مهال کړې ده چې دخیبر پښتونخوا حکومت عامو فعالیتونو کې دبندیز ترڅنګ دسیلګرۍ دسیمو اؤ هوټلونو دسر دوباره پرانستلو اعلان هم کړی دی.

ښاغلي اعظم سواتي رسنیو ته وویل سېلګري دمعیشت دملا دتیر حیثیت لري اؤ راتلونکو څو ورځو کې به دسېلګرۍ تړل شوې سیمې پرانستل شي.

اعظم سواتي زیاته کړه چې د کرونا وایرس څخه خلک یوازې داحتیاطي تدابیرو په خپلولو ځان ژغورلی شي.

دمرکزي وزیر وینا وه چې حکومت د کرونا نه دځان ژغورلو په اړوند کومې سپارښتنې کړې دي په هغې ۱۰فیصده هم ولس عمل نه کوي همدغه لامل دی چې حکومت یو وارې بیا سخت لاک ډاون پرځائ کولو ته اړ دی.

خو دپېښور سره تړاؤ لرونکی یو وتلی خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي چې د کرونا د مخنیوي په اړوند حکومت سره هیڅ تګلاره نشته اؤ‌ په پټو سترګو مزل کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ناصر داوړ وویل کله چې ګرد هیواد کې کرونا وایرس زیات نه وؤ خواره شوي نو حکومت لاک ډاؤن پرځائ کړو اؤ کله چې ددې وایرس دخوریدو لړۍ چټک شوه اؤ ډاکټرانو د احتیاط مشورې ورکول پیل کړې نو حکومت لاک ډاوڼ کې نرمښت راوستلو.

هغه وویل اوس هم حکومت یو طرفته د لاک ډاؤن په لوري دتګ خبره کوي اؤ‌ بل لوري ته دسېلګرۍ مقامات اؤ هوټلونه پرانزي چې دا د حکومت غیرسنجیدګي ښایي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره اوونۍ پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ دهیواد غلک یې غریب دي اؤ د لاک ډاؤن د نور غځولو توان نه لري ځکه نو غوره داده چې خلک پخپله ددې وایرس نه دځان ژغورلو دپاره احتیاط وکړي.

د پاکستان د خزانې وزارت او نړیوال پور ورکوونکو ادارو د کرونا واېروس د وبا له امله د هېواد اقتصاد ته د ۲۵ؤ کهربو روپو د نقصان د رسېدو اندازه لګولې ده او ویلي یې چې ددې وبا بدې اغیزې به په راتلونکى مالي کال کې هم څرګندېږي.

اقتصاد پوهان وايي دا تشې اندازې دي او دا تاوان د ۲۵ؤ کهربو روپو څخه هم زيات کېدی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG