لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په کابل کې خپل پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی


واشنګټن ـــــ د پاکستان مرکزي حکومت په کابل کې خپل پخوانی سفیر محمد صادق د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی، چې مقصد یې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د هڅو مشري کول دي.

د رېډیو پاکستان د خبر له مخې صادق خان تر ټاکل کېدو سمدستي وروسته د خالي- شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قرېشي سره لیدلي، ښاغلي قرېشي په دې مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې په بهیر او ارامي راوستلو کې به خپل رول ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې "شاه محمد قرېشي سفیر محمد صادق ته مبارکي وویله او هغه ته یې ځانګړې لارښوونې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د یو باتجربه ډیپلومېټ ټاکل به د پاکستان او افغانستان د اړیکو په لا ښه کولو کې مرسته وکړي".

محمد صادق خان د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی او د ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې هم له 2008م تر 2014م کاله پورې شپږ کاله د پاکستان سفیر پاته شوی، د پاکستان د خارجه وزارت ویاند پاته شوی او په 2016م کال کې د ډیپلومېټ له نوکرۍ ریټایر شو.

محمد صادق تر ټاکل کېدو وروسته عرب نیوز ته ویلي "ماته همدا اوس دا ذمه واري را سپارل شوې ده او لا په ملاقاتونو بوخت یم چې کارونه سره ترتیب کړم. زه به ډېر ژر تفصیل خپور کړم".

پاکستان پخوا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی نه درلود او دا د بهرنیو چارو وزارت له خوا یو نوی پوسټ دی چې د ځینو سرچینو په وینا د افغانستان له بېلابېلو سیاسي حلقو سره د صادق خان د نیژدې اړیکو له کبله د تحریک انصاف حکومت ورباندې دی ګومارلی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا په 2018م کال کې چې د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ له پاکستانه غوښتنه وکړه نو محمد صادق هغه وخت په افغان سولې بهیر کې د پاکستان په هڅو کې شامل پاته شو، چې طالبان له امریکې سره مذاکراتو ته کښېنوي.

د افغانستان او سیمې د چارو څېړونکي رحیم الله یوسفزي په افغانستان کې د مځکنیو حقایقو په اړه د معلوماتو لرله له کبله د صادق خان ټاکل یو مهم پرمختګ بللی. ښاغلي یوسفزي عرب نیوز ته ویلي، چې صادق خان به نویو چېلنجونو سره مخ وي ځکه چې وایي په اوسني افغان حکومت کې اکثر نوې څېرې دي چې د ده د سفارت په مهال نه وو:

"دغه ټاکنه به د پاکستان لپاره ډېره ګټوره وي، هغه [صادق] په افغانستان کې له مهمو فریقینو سره شخصي اړیکې لري ځکه چې هلته شپږ کاله سفیر اوسېدلی، هغه زموږ په امنیتي مسایلو هم پوهېږي ځکه چې د نېشنل سیکیورټي ډیویژن سیکرټري پاته شوی دی".

افغان حکومت، طالبانو او امریکې لا تر اوسه د پاکستان پر دې اقدام کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG