لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د تورپوستو ژوند ارزښتمن دی": نن د امریکې په پایتخت کې تر ټولو ستر احتجاج شوی


واشنګټن ـــــ د امریکې د نورو ایالتونو په ګډون په پایتخت واشنګټن ډي سي کې نن هم د پولیسو په ولکه کې د مړ شوي تورپوستي امریکايي لپاره احتجاج وشو، چې له نورو ایالتونو هم ګڼ شمېر خلکو پکې ګډون کړی وو او دا په روانو احتجاجونو کې تر ټولو لوی ګڼل کېږي.

د دغو احتجاج کوونکو مشهور شعارونه دا دي "د تورپوستو ژوند ارزښتمن دی"، "زه ساه نه شم اخیستلای"، "لاسونه مې پورته دي، ډز راباندې مه کوئ"، "چېرې چې انصاف نه وي، هلته امن نه وي"، دوی په لوړ اواز دا نعرې وهي هم او هغو شعارپاڼو یې هم لیکلي دي چې له ځانونو سره یې په مظاهره کې ګرځوي.

د شنبې- خالي په ورځ په دغه احتجاج کې لسګونو ډاکټرانو هم ګډون کړی وو، چې په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې او هڅه یې کوله چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دفتر وایټ هاوس [سپینې ماڼۍ] په لور لاړ شي.

د واشنګټن ډي سي د پولیسو مشر پیټر نیوشام وایي، "چارواکي اټکل کوي چې په ننني احتجاج کې دومره زیاتو خلکو ګډون کړی چې تر دې مخکې په دې اندازه نه وو لیدل شوي". په دې احتجاج کې د تورپوستو تر څنګ سپین پوستي او د نورو نسلونو امریکایان هم لیدل کېږي.

46 کلن جورج فلویډ د مې په 25مه د مینیسوټا ایالت په میناپولس ښار کې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته هغه وخت مړ شو، چې یوه سپینپوستي پولیس ډریک چایوون یې پر ستوني اته مینټه ګونډه ایښې وه او هغه پرله پسې ویل چې ساه نه شي اخیستلای.

که د جورج فلویډ په وژنه تورن پولیس افسر نیول شوی او د پېښې په وخت موجود درې نور پولیس له دندې ګوښه کړل شوي دي، خو احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د امریکې د پولیسو په نظام کې دې بنیادي بدلونونه راوستل شي او له تورپوستو سره د پولیسو توپیري چلند دې ختم کړل شي.

که څه هم دغو احتجاج کوونکو ماسکونه په مخ کړي خو د روغتیا ماهرین وایي د کرونا وایرس د لا زیات خپرېدو اندېښنه یې زیاته کړې ده، مګر اکثر احتجاج کوونکي پخپلو خبرو کې وایي چې د تورپوستو لپاره تر دې وبا د امریکې د پولیسو توپیري چلند زیات خطرناک دی.

څو ورځې وړاندې د روانو احتجاجونو په مهال مظاهره چانو ګڼ شمېر موټرو ته اور واچاوه، د دوکانونو ښیښې یې ماتې کړې او له ځینو یې مالونه وتښتول، چې بیا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په امر د دغو له تشدده ډکو احتجاجونو د مخنیوي په خاطر د پایتخت په ګډون په اکثرو ایالتونو کې د نېشنل ګارډ په نوم پوځي پولیس ځای پر ځای کړل شوی دی او هیلیکاپټر هم له فضا څخه د دغو احتجاجونو څارنه کوي.

له یوې این جي او سره کارکوونکې د واشنګټن ډي سي اوسېدونکې کرسټینا وي او اې ته وویل، په دغو احتجاجونو کې چې کوم سپین پوستي امریکایان برخه اخلي د دې په وینا هغوی پخپلو رویو کې بدلون نه راولي او د فېشن په توګه پکې شامل دي:

"موږ باید په هره څانګه کې تورپوستو ته د برابرۍ درجه ورکړو، خو افسوس موږ له یو داسې حکومت سره مخ شوي یو چې د نسلي توپیر د مخنیوي د هڅو پر ځای د سوله ییزو احتجاج کوونکو د مخنیوي لپاره پوځ را لېږي".

د امریکې په پایتخت واشنګټن ډي سي‌ کې دغه احتجاج اوس هر ماځیګر کېږي چې په پای کې د سپینې ماڼۍ مخې ته را ټولېږي. د ډي سي ښاروال موریل باوزر اوس د سپینې ماڼۍ پر لور تللې ۱۶مه کوڅه [16th سټریټ] په رسمي توګه د احتجاج کوونکو د مشهور شعار بلیک لایوز مېټر [د تورپوستو ژوند ارزښتمن دی] په نوم ونوموله.

د امریکې د ټولو ایالتونو په ګډون دغه احتجاجونو اوس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم غزېدلي او د اسټرېلیا، جاپان، زمبابوې په ګډون د یورپ په اکثرو هېوادونو کې د کرونا وایرس پر خطر برسېره د تورپوستو په ملاتړ لوی احتجاجونه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG