لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا دناروغانو شمیره یو لک ته ورنزدې شوه،۲۰۰۰ؤ نه زیات کسان مړه شوي


پاکستان کې دیو شواروز دننه د کرونا وایرس څه کم پینځه زره نوې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره په دغه هیواد کې دکرونا دناروغانو شمیره ۹۸زرو اؤ ۹۴۱ؤ ته رسېدلې اؤ ددې وایرس دلاسه دمړینو شمیره ۲۰۰۲ده.

دپاکستان په پارلیمان کې دیو سترمخالف ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري تور لګولی چې هیواد کې کرونا وایرس په زوره خواره کړل شوي دي خو وزیراعظم عمران خان بیا وایي چې دکرونا مخنیوي دپاره نړۍ دپاکستان دتګلارې ستائنې کوي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار دمرکز دشمیرو له مخې په تیر یو شوارو کې دهیواد دبیلابیلو برخو نه دکرونا وایرس۴۹۶۰ پېښې ثبت شوي اؤ ۶۸ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

په کرونا وایرس پنجاب کې ۶۸۳،خیبر پښتونخوا کې ۵۶۱،سندهـ کې ۶۳۴،بلوچستان کې ۵۴،اسلام اباد کې ۴۵،ګلګت بلتستان کې ۱۳ اؤ دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې تر اوسه اته کسان مړه شوي چې د ټولو شمیره ۲۰۰۲ؤ رسیږي.

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هیواد کې دکرونا وایرس په چټکتیا سره دخوریدو ذمه وار مرکزي حکومت ګرځولی اؤ وایي هیواد کې دا وایرس په زوره خواره کړل شوي دي.

کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي بلاول بوټو وویل” وزیراعظم عمران خان وایي چې هیواد کې کرونا وایرس خواره شوي اؤ مونږ یې دمخې نیولو دپاره هیڅ نه شو کولی خو مونږ وایو چې دا وایرس له قصده خواره کړل شوي دي”

هغه وویل پاکستان کې په کرونا وایرس دمړینو کچه دهند اؤ چین څخه لوړه ده چاته خو به ددې مسولیت پغاړه اخستل وي.

زیاته کړه چې دکرونا وایرس په معامله کې دپاکستان حکومت دخپل ولس د ژغورنې پځائ دمعیشت ژغورنې ته ارزښت ورکړو اؤ مرکزي حکومت په سندهـ ایالت کې هم د کرونا دمخنیوي هڅې تالا ترغۍ کړې.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان بیا برعکس وایي چې دکرونا مخنیوي دپاره دهغه دحکومت تګلاره ټولې نړۍ ستائیلې ده.

په ټوئټر وزیراعظم عمران خان لیکلي چې اشرافیه غواړي هیواد کې دې لاک ډاؤن پځائ ويخو دغه شتمن خلک ستر،ستر کورنه اؤ بې کچه وسېلې لري اؤ دلاک ډاؤن مطلب د معیشت تباهي ده.

هغه ویلي د کرونا وایرس دمخنیوي یوازینۍ لاره په ټیټه کچه لاک ډاؤن دی اؤ مونږ دټیټې کچې د لاک ډاؤن په بنسټګرو کې شامل یو.

عمران خان زیاته کړې دټیټې کچې لاک ډاؤن کې په سپارښتنو دعمل کولو سره د اقتصادي فعالیتونو اجازه وي اؤ په بې وزله هیوادونو کې د لاک ډاؤن له امله غربت په چټکټیا سره سیوا کږي

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خزانې وزارت او نړیوال پور ورکوونکو ادارو د کرونا واېروس د وبا له امله د هېواد اقتصاد ته د ۲۵ؤ کهربو روپو د نقصان د رسېدو اندازه لګولې ده او ویلي یې چې ددې وبا بدې اغیزې به په راتلونکى مالي کال کې هم څرګندېږي.

اقتصاد پوهان وايي دا تشې اندازې دي او دا تاوان د ۲۵ؤ کهربو روپو څخه هم زيات کېدی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG