لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپردو شعرونو علامه اقبال پسې په تړلو په وزیراعظم عمران خان نیوکې اؤ طنزونه شوي


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا دپردۍ شاعرۍ علامه اقبال پسې دتړلو په عمل په ټولنیزو رسنیو تر اوسه بیلابېلې تبصرې اؤ په عمران خان نېوکې روانې دي.

عمران خان تیره ورځ څو شعرونه په ټوئټر خپاره کړي وؤ اؤ هغې ته یې لیکلي وؤ چې “په دې نظم کې علامه اقبال هغه څه ویلي په کومه توګه چې زه دخپل ژوند په وړاندې دبوتللو هڅه کووم”

عمران خان پخپل دغه ټوئټ کې په زلمو ټینګار کړی ؤ چې هغوئ باید په دې شعرونو ځان پوهه کړي اؤ دا پخپل ذهن کې کښېنوي”زه ګارنټي ورکووم چې له دې سره به دهغوئ هغه خدایې ورکړی صلاحیت راوځلیږي چې په توګه داشرف المخلوقات مونږ ټولو کې موجود دی”

دپاکستان یو وتلي خبریال حامد میر په ټوئټر زر دعمران خان دغه تیروتنې ته ګوټه ونیوله اؤ په ټوئټر یې ولیکل “وزیراعظم صیب دا نظم دعلامه اقبال نه بلکې د اسد معروف معروف دی”

واشنګټن کې دپاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم دعمران خان‌ په دغه تیروتنه ټوئټ کړی اؤ لیکلي یې دي چې “دا داقبال شاعري نه ده اؤ نه دهغه په کوم کتاب کې شته، فکر کووم له انټرنیټ څخه پورته کړل شوې ده “

دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو مهم مشر مشاهدالله خان په ټوئټر لیکلي” عمران نیازي صیب دټرکونو پشا لیکل شوې اؤ‌ دعلامه اقبال شاعرۍ کې توپیر کوه”

دمیرمنو دحقونو مبارزې ماروي سرمد په ټوئټر لیکلي زیات احتمال دی چې عمران خان ته به دا نظم په وټس اپ خپل کوم داسې ملګري ورلیږلي وي چې دهغه لیدنې ته ډیر لیواله ؤ.

د اویس قاسم په نوم یو تن لیکلي د نالائقۍ هم یو حد وي ،دې سړي ته دخپل ملي شاعري په هکله معلومات نشته ،دا باید بیرته پرائمري سکول کې داخل کړل شي ترڅو دعلامه اقبال په اړه ورته معلومات وشي.

دعمران خان په دغه تیروتنه دبحثونو پلېدو وروسته وزیراعظم عمران خان پخپل یو بل ټوئټ کې ومنله چې دا نظم دعلامه اقبال نه دی خو وئ ویل دې کې چې کوم پیغام پروت دی دا هغه څه دي چې زه پرې دعمل کولو هڅه کووم

دا وړومبی ځل نه دی چې عمران خان په ټوئټر دغسې تیروتنه کړې ده بلکې تر دې وړاندې هم هغه په ګڼو موقعو ناسم معلومات دخلکو سره شریک کړي چې له نیوکو وروسته یې یا خو لري کړي اؤ یایې بیا خپله تیروتنه منلې ده.

څه موده وړاندې هغه بنګالۍ ژبې د مشهور شاعر اؤ‌ ادیب رابند ناتهـ ټیګور یو قول پخپل ټوئت کې خلیل جبران پسې تړلی ؤ چې په هغې هم په وزیراعظم عمران خان سختې نیوکې شوې وې.

همدا شان تیرکال هغه ایران ته دخپل یو سفر په مهال ویلي وؤ چې جرمني اؤ جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په ګډه پوله د ګډو تجارتي صنعتونو لګولو پرېکړه کړې وه

جرمني د یورپ په براعظم اؤ جاپان دایشیاء دبراعظم په ختیز کې پروت دی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ شاوخوا نهه زره اؤ۷۱ کلو میټره واټن دی خو دپاکستان وزیراعظم د دواړو هیوادونو پوله شریکه یاده کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG