لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړیوال بانک:دکرونا اغېزې به تر یوې لسېزې وي،۶۰میلیونه خلک به د ولږې سره مخ شي


نړیوال بانک وایي دنړۍ په اقتصاد به د کرونا وایرس اغیزې تر یوې لسېزې دوام وکړي اؤ له شپیتوؤ میلیونو زیات خلک به دسختې ولږې سره مخ شي.

دنړیوال بانک مشر ډیويډ مل پاس ویلي دنړۍ اقتصاد دپاره کرونا وایرس ویجاړونکی دی اؤ ددې داغیزو په اساس به هرتن په راتلونکي کې د دوؤ ډالرو څخه کمه ګټه ولري.

دبي بي سي پښتو د رپورټ له مخې دنړیوال بانک مشر ویلي بې وزله هیوادونو کې خلک بې روزګاره شوي اؤ دا توان نه لري چې بل څه روزګار پیل کړي اؤ دا اغیزې به تر یوې لسېزې دوامداره وي.

د کرونا د وایرس له امله که له یوې خوا هره شېبه په نړۍ کې د اخته او مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي خو له بلې خوا په کورونو کې د خلکو د ساتلو او کار ته لېږلو پر مسلې باندې حکومتونه غور کوي.

داپریل په میاشت کې نړیوال بانک احتمال ښودلی ؤ چې د کرونا وایرس د لاسه د هندوستان په شمول د سویلي ایشیا نورو هیوادونو د اقتصادي پرمختیا کچه په تیرو څلویښتو کالو کې تر ټولو بد حال سره مخ شي.‌

د اپریل د میاشتې په ۷مه نیټه د هیوادونو په کچه د رامخې ته شوؤ معلوماتو په اساس نړیوال بانک امکان څرګند کړی ؤ پاکستان، افغانستان او مالدیپ د مالي بحران سره مخ کیدی شي.

د ټولې نړۍ واړه او غټ کاروبارونه د کرونا وایرس د بدو اغیزو څخه خوندي نه دي پاتې شوي دې وایرس د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په شمول چین، سویلي کوریا،‌ اټلي، سپین او ایران نه یواځې د لویي انساني آفت سره مخ کړي بلکې د نړۍ اقتصادونه یې هم د نامعلومه اندازو پورې د زیان سره مخ کړي دي.

دوه اوونۍ وړاندې د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا نړیوالې ادارې Organization for Economic Co-operation and Developmentخبرداری ورکړی ؤ چې د کرونا خونړۍ وبا د اثراتو نه بېرته راوتلو کې به کلونو،کلونو مودې ته اړتیا وي.

د ادارې مشر اینګل ګوریا ویلي وؤ د کرونا وایرس له کبله پېدا شوی د اقتصاد غیریقیني صورتحال دنائن الیون دترهګریزو بریدونو اؤ د کال ۲۰۰۸ دنړیوال مالي بحران نه زیات وراخوا دی.

XS
SM
MD
LG