لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان وزیراعظم د چينۍ د غبن د قضیې د نورو پلټنو کولو امر کړی خو جهانګير د ملک نه بهر تلی


Pakistani farmers work in sugar-cane

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د احتساب په چارو کې مرستيال ويلي وزيراعظم منظورې ورکړې او لارښوونه يې کړې چې د چينۍ د غبن د قضيې پلټنې د احتساب قامي ادارې او نورو اړونده ادارو ته وسپاري.

د وزيراعظم د احتساب په چارو کې مرستيال شهزاد اکبر ويلي چې د چينۍ د غبن دپاره جوړ کمېشن لخوا د ۲۹ اربه روپو کومه معامله راپورته شړې، وزيراعظم پرېکړه کړې چې د غبن په دې قضيه کې هر څومره زورور تن ککړ وي هغه ته به د خپلو کړو ځواب ورکول وي.

د چينۍ د غبن دپاره جوړ کمېشن په خپلو سپارښتنو کې ويلي چې غبن کړی شوې پېسې دې واپس کړی شي.

شهزاد اکبر د اطلاعاتو د وزير شبلي فراز سره به ګډه خبري غونډه کې ويلي وزيراعظم د چينۍ کمېشن د سپارښتنو منظوري ورکړې ده.

په دغو سپارښتنو کې ويل شوي چې اېف بي ار، اېف ايي ای، سيکيورټي اېکسچېنج، صوبايي محکمې، د غبن ضد پلټنې کوونکې ادارې او سټېټ بېنک به د دې قضيې سره اړونده پلټنې کوي.

د پاکستان د تحريک انصاف د حکومت لخوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د چينۍ د غبن په قضيه کې تورن د حکومتي واکمنه ګوند يو مشر جهانګير ترين د ملک نه بهر تلی دی.

خو جهانګير ترين دوه ورځې وړاندې ويلي هغه د درملنې دپاره برتانيه ته تللی او زر به بيرته ستون شي.

د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ن د تحریک انصاف د حکومتي استازو خبري غونډې ته په غبرګون کې بيرته د تحریک انصاف په حکومت تورونه لګولي دي.

د پيپلز ګوند نفيسه شاه د شهزاد اکبر په موجودګۍ پوښتنې راولاړې کړي او د مسلم ليګ ن مريم اورنګزېب تور لګولی چې د تحریک انصاف حکومت په خپله جهانګير ترين د ملک نه بهر لېږلی دی.

په پاکستان کې د چينۍ د برامداتو (صادراتو) او سبسډۍ په اړه د کمېشن په رپوټ کې د تحريک انصاف د حکومت د پخواني وزير اسدعمر بیان ته هم ناسم ويل شوي ؤ.

په رپوټ کې ويل شوي چې جهانګير ترين (جی ډبليو ډي) د چينو ملونه په پاکستان کې د چينۍ د توليد (پېداوار) تر ټولو غټ ګروپ دی او دغه ګروپ په غېر قانونه توګه خپل تولیدي صلاحیت سېوا کړی دی.

ويل شوي جی ډبليو ډي په غېر قانونه توګه نزدې اته، نهه ملونه سېوا کړي دي.

په رپوټ کې د ګجرات د چودري کورنۍ د ککړتيا هم ويل شوي چې هغه په دې بحران کې شريکه پاتې شوې ده.

په یا د رپوټ کې د پيپلز ګوند سره تړاؤ لرونکو او مسلم ليګ ن په شريف کورنۍ د ککړتيا تورونه هم لګول شوي وو.

په پاکستان کې روان کال د جنورۍ په میاشت کې د غنمو د کمي ويل شوي خو حکومت ويلي ؤ په ملک کې د غنمو او چینۍ کمی نشته.

د غنمو د کمي د خبر مخې ته راتلو سره سم وړه يو کيلوګرام د ۴۵ نه تر ۷۰ روپو پورې سېوا شوي او بيا چيني هم د مارکيټ نه ورکه شوې او د يو کيلوګرام چينۍ بیه د ۵۲ روپو نه تر ۷۵ او ۸۰ روپو پورې سېوا شوې وه.

د دغه بحران تور د جهانګير ترين سره په نورو حکومتي شخصيتونو لګول او بيا وزیراعظم عمران خان مرکزي تحقيقاتي ادارې ته امر کړی ؤ چې د دې پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG