لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۰۵ کسان مړه کړه، د مړو ټوله شمېره ۲۱۷۲ شوه


په پاکستان کې کرونا وايرس نور ۱۰۵ کسان مړه کړي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس له امله د مړو ټوله شمېره ۲۱۷۲ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره د ۲۴زره ۶۲۰ کسانو معاينې شوي او په ۴۶۴۶ کسانو کې د دې وایرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې اووه لکه۳۰زره۴۵۳ معاينې شوي او په يو لک ۷۱۴۱ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

ويل شوي په دغو کسانو کې ۳۵زره۱۸ کسان روغ شوي هم دي.

کرونا وايرس دا وخت تر ټولو زياته پنجاب صوبه ځپلې چرته چې په تېر شوا روز کې ۵۸ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس له امله د مړينو ټوله شمېره ۷۷۳ ته رسېدلې، او ۴۰زره۸۱۹ يې اغېزمن کړي او ۸۲۹۳ ترې ښه شوي دي.

په سند کې نور ۲۹ کسان د دې وايرس نه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړينو ټوله شمېره ۶۷۹ ته سېوا شوې ده.

په سند کې په ۳۹زره۵۵۵ کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی او ۱۹زره۱۳۷ ترې ښه شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره ۵۸۷ ته ورسېده.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا څخه د اغېزمنو شمېره ۱۴زره شپږ او صحتمند شوي ترې ۳۵۷۹ دي.

په بلوچستان کې په تېر شوا روز کې څلور تنه د کرونا څخه مړه شوي، د مړو ټوله شمېره ۵۸، اغېزمن ۶۷۸۸ او ۲۳۶۰ ترې ښه شوي دي.

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د کرونا وايرس څخه د مړینو شمېره ۵۲، ګلګت کې ۱۴ او ازاد کشمير کې نهه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG