لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وايي په راتلونکو دوه نيمو مياشتو کې به د کرونا وبا اخري حد ته ورسي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي په راتلونکو دوه نيمو میاشتو کې به په پاکستان کې د کرونا پېښې اخري حد ته ورسي، په پاکستان کې دا وخت ۲۱۷۲ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي او په يو لک ۷۱۴۱ کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي.

عمران خان د ګل/ دوشنبې په ورځ قوم ته په وېنا کې ويلي دوی ګڼي چې په پاکستان کې به د جولايي يا د اګست په میاشتو کې کرونا وايرس اخری حد ته ورسي او بيا به په کمېدو شي.

نوموړي يو ځل بيا په خلکو غږ کړی چې د کرونا وبا د مخنيوي دپاره د حکومت په جوړه تګلاره عمل وکړي او که خلک احتياط وکړي دوی به وکړی شي چې د کرونا وبا زور کم کړي او په روغتونونو به ورسره فشار هم راکم شي.

هغه ټينګار کړی چې هر څوک چې د کورونو څخه بهر ووځي ماسک دې اچوي، هغه زياته کړې نړۍ دې خبرې ته رسېدلې چې ماسک اچول د کرونا پېښې راکمولی شي.

هغه په خلکو بيا دغه غږ کړی که احتیاط ونه کړي ماسک وا نه چوي د زيات عمر خلک د خطر سره مخ کوي څوک چې د وړاندې نه د نورو ناروغو ښکار وي.

نوموړي د کرونا وبا د مخنيوي په تړاؤ د لاک ډاؤن کولو په اړه ويلي که څه هم لاک ډاؤن يا ټولبنديز د کرونا وبا خورېدل کموي خو دوی ګڼي چې (پاکستان) يو غريب ملک دی او د دوی سره د کاروبارونو خلاصولو پرته بله کومه لار هم نشته.

هغه په خپله وېنا کې د امریکا مثال ورکړی چې هلته کرونا وايرس د يو لک نه زيات خلک مړه کړل خو بيا هم امریکا کاروبارونه خلاصوي خو ورسره يې خلکو ته د احتیاط هم ويلي دي.

عمران خان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې ډاکټران او د صحت د چارو کارپوهان په حکومت نيوکې کوي چې يو خو حکومت کلک يا په بشپړ ډول لاک ډاؤن ونه کړو او بل دا چې څومره لاک ډاؤن يې کړی هم ؤ په هغې کې هم سختي نه وه کړی شوې.

د خېبرپښتونخوا ډاکټران وايي د پېښور په غټو روغتونونو کې ورسره د ناروغانو دپاره ځای کميږي او که حکومت په ضلعي کچ روغتونونو کې نور انتظام ونه کړو او لاک ډاؤن يا احتیاط زيات نه کړی شو دا وبا به دې حد ته ورسي چې د قابو کولو به نه وي.

XS
SM
MD
LG