لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي ایم د امریکایي لیکوالې تورونه رد کړل چې له پیپلز ګوند سره ریاست ضد اړیکې لري


ډېره اسماعیل خان ــــ پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د مېشتې امریکایي خبریالې او لیکوالې هغه تورونه رد کړي چې وایي په خپله دوه کلنه څېړنه کې یې د پاکستاني ریاست په ضد د پي ټي ایم او پیپلز ګوند تر منځ اړیکې کشف کړې دي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ وایي، د دوی لپاره دا نوې خبره نه ده چې حکومت او ریاستي ادارې یې په ضد "نوې ډرامې" جوړوي او د بدنامۍ هڅې یې کوي:

"دا یې د خپلو ټولو کارونو د پټولو لپاره یوه بله ډرامه را ویستې ده کله یې په یو پسې ونښلوي کله په بل پسې، دا [رچي] په موږ هم پسې شوې وه په سوونو ځله یې ماته ویلي وو چې زه ستا انټروي کوم، خو موږ ته معلومه ده چې دا د څه مقصد لپاره کېږي، نو موږ مخکې هم څه خاص جواب ورته ویلی دی او نه په راتلونکي‌ کې دا دومره سنجیده ګڼو".

سنتیا رچي له تېرو شاوخوا یوولسو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه په پاکستان کې د څېړونکې په توګه کار کوي، خو په تېرو دوو اوونیو کې وروسته له هغه په پاکستاني رسنیو کې ډېره وځلېده چې د پیپلز ګوند پر پخوانۍ مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بټو او د کورنیو چارو پر پخواني مرکزي وزیر رحمن ملک یې د جنسي ځورونو تورونه پورې کړل.

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د رپوټ له مخې مېرمن رچي د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف ای ا ې) ته په ورکړي خط کې ویلي، چې "له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ په مرسته د پښتو ژغورنې غورځنګ په اړه څېړنه کوله، چې په نتیجه کې یې د پي ټي ایم او پیپلز ګوند تر منځ د ریاست ضد فعالیتونو اړیکې کشف کړې".

په اسلام اباد هایکورټ بار کې وکیل عبدالرحیم وزیر وایي،‌ تر دې وړاندې هم پر پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه لګول شوي خو ثابت شوي نه دي بلکې اکثر عدالتونو پخپله رد کړي دي. عبدالرحیم وزیر وي او اې ته وویل که نور نوي تورونه ورباندې لګېږي هم څه ارزښت نه لري:

"زما په نظر د دغو تورونو څه قانوني حیثیت نه شته، د پي ټي ایم بیانیه د امن بیانیه ده د جمهوریت او انصاف بیانیه ده نو که دوی [پیپلز ګوند او پي ټي ایم] اړیکې و هم لري نو سیاسي تحریکونه او ګوندونه په یوه سیمه کې خامخا اړیکې سره لري".

رچي په خپل یو ټویټ‌ کې تور پورې کړی چې بې نظیر بټو به خپلو محافظینو ته پر ښځو د جنسي تېري امر کاوه چې د دې له خاوند آصف علي زرداري‌ سره یې اړیکې وې، همدارنګه یې تور پورې کړی چې رحمن ملک په 2011م کال کې پر دې جنسي تېری کړی وو.

پیپلز ګوند د سنتیا رچي ټول تورونه رد کړي او د هغې په ضد یې ایف ای اې ته درخواست ورکړی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، چې اکثر د پاکستان پر پوځ د ترهګر د ملاتړ او په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې په مهال د عامو خلکو د وژنو تورونه لګوي، خو پوځ نه یواځې دا تورونه رد کړي بلکې پر دې تحریک یې د هند او افغان استخباراتو د ملاتړ تورونه پورې کړي دي.

XS
SM
MD
LG