لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډبلیو ایچ او وایي‌ په پاکستان کې کرونا وایرس زیاتېږي، سخت لاک ډاون دې وشي


اسلام اباد ــــ د روغتیا نړیوالې ادارې په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا وایرس پر زیاتې خپرېدا باوجود په هېواد کې برسېرن لاک ډاون دی، خبرداری ورکړی چې د دې وبا د مخنیوي لپاره دې بیرته کلک لاک ډاون یا ټولبند وشي.

ډبلیو ایچ او په داسې حال کې دا خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې هره ورځ‌ شاوخوا څلور زره تنه په کرونا وایرس اخته کېږي او لسګونه مري، چې تر دې مهاله یې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو لک لس زره اوښتی او د مړیو شمېر یې 2,189 ته رسېدلی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د تحریک انصاف ګوند حکومت ته په یو خطر کې ویره څرګنده کړې چې په پنجاب صوبه کې د کرونا وایرس ناروغان زیاتېدای شي او ټینګار یې کړی چې باید هره ورځ په دې صوبه کې د ټیسټونو صلاحیت ۵۰ زره ته ورسېږي.

د پاکستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال هره ورځ په ټول هېواد کې تقریباً 25 زره ټیسټونه کېږي.

ډبلیو ایچ او وایي په پاکستان کې چې بشپړ ټولبند یا لاک ډاون وو،‌ نو په ورځني بنیاد د کرونا وایرس د مثبتو پېښو اوسط شمېر یو زر وه، په لاک ډاون کې تر نرمۍ وروسته دا شمېر دوه زره شو او تر ټولبند ختمولو وروسته اوس هره ورځ‌ تر څلور زره زیات کېسونه رپوټ کېږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې وړاندیز کړی چې په پنجاب صوبه کې دې د دوو اونیو لپاره بیرته سخت لاک ډاون ولګول شي. د پنجاب د روغتیا وزیره یاسمین راشد وایي، په صوبه کې یې تر اوسه د تقریباً درې لکه کسانو ټیسټونه شوي او یواځې په لاهور ښار کې تر ۱۹ زره زیات ناروغان دي:

"خلکو د لاک ډاون له ختمولو دا مقصد واخیست چې ګواکې کرونا وایرس ختم شو خو دا وایرس ختم نه دی او له دې سره به ژوند کوو او له دې د ژغورنې یواځینۍ لار احتیاط دی".

وزیراعظم عمران خان له لومړي سره را هیسې په هېواد کې د بشپړ ټولبند مخالف دی ځکه چې وایي د هېواد غریب خلک به یې له سختو ستونځو سره مخ شي، خو بیا بیا له ولسه غوښتنه کوي چې له احتیاطه دې کار واخلي:

"احتیاط نه یواځې د ځان لپاره بلکې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره هم ضروري دی".

له کله راهیسې چې په پاکستان کې لاک ډاون نرم شوی له هغه راهیسې د کرونا وایرس پېښې مخ په زیاتېدو دي او نن د جون په ۹مه په یوه ورځ‌ په لومړي ځل ۱۰۵ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي چې په هغوی کې ۵۸ تنه یواځې په پنجاب کې مړه شوي دي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د تحریک انصاف ګوند پر حکومت نیوکې کوي او وایي چې نه یواځې یې د لاک ډاون د ختمولو له فیصلې سره د دې وبا لا خپرېدو ته لار هواره کړه بلکې د دې ناروغۍ د مخنیوي تګلاره یې هم بې ګټې بولي.

XS
SM
MD
LG