لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونس خان له انګلېنډ سره د راتلونکو لوبو لپاره د بېټنګ روزونکی ټاکل شوی


واشنګټن ــــ د پاکستان کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې پخوانی کپتان او په ټیسټ لوبو کې تر ټولو زیات زنز جوړوونکی لوبغاړی یونس خان د انګلېنډ د لوبو لپاره د پاکستاني لوبډلې د بېټنګ روزونکی ټاکلی دی.

ټاکل شوې چې د پاکستان لوبډله راتلونکې میاشت انګلېنډ ته سفر وکړي، چې هلته به درې ټیسټ او درې شل اووریزې لوبې کوي.

خو په انګلېنډ کې دا لوبې او د پاکستان د لوبډلې ورتګ د کرونا وایرس په نتیجه کې د ټولبند یا لاک ډاون له کبله د دواړو هېوادونو اجازې ته اړتیا لري.

یونس خان د کرکټ بورډ د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هېواد تر استازیتوب ورته بله د ویاړ خبره نه شته، وایي یو ځل بیا موقع په لاس ورغلې چې د انګلېنډ په لوبو کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

پي سي بي پخپل خبر کې ویلي چې د دې دورې په مهال به پخوانی لیګ سپینر مشتاق احمد هم د سپین بالنګ په برخه کې د لوبډلې روزنه کوي.

د پښتونخوا د مردان اوسېدونکی یونس خان یو د نړۍ له تکړه بېټسمېنانو څخه ګڼل کېږي، چې د زیاتو رنزونو او سلیزو (سنچریو) تر څنګ یې قومي لوبډلې ته کامیابۍ هم ور په برخه کړې دي.

یونس خان زیاته کړې چې د پاکستان کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي تکړه دي، خو وایي د مصباح الحق، وقار یونس او مشتاق احمد په ملګرتیا به هڅه کوي دغه تکړه لوبغاړي د انګلېنډ د لوبو لپاره لا ښه تیار کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، دا چې د انګلېنډ لوبې زیات وخت اخلي نو د کوربه هېواد او ویلز کرکټ بورډ دوی ته اجازه ورکړې چې تر عام شمېر زیات لوبغاړي انګلېنډ ته لېږلای شي.

وایي ځکه یې مشر روزونکی مصباح الحق او د تېز بالنګ روزونکی وقار یونس هم د اړتیا وړ وسایلو په برابرولو کې د مرستې او د لوبغاړو د ښه لوبېدو په خاطر د بېټنګ او سپین بالنګ لپاره روزونکي وګومارل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG