لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا وايرس نور ۸۳ تنه مړه کړي، د ټولو مړو شمېره ۲۲۵۵ شوه


په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه نور ۸۳ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې په کرونا وايرس د مړه شوؤ شمېره ۲۲۵۵ ته رسېدلې ده.

بل لور ته چې څومره څومره په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره معاينې (ټېسټونه) کيږی دومره ورسره د کرونا وايرس پېښې هم سېوا کیږي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټولې ۲۳زره۷۹۹ معاينې شوي چې پکې په ۵۳۸ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

ويل شوي په ملک کې په ۹۰زره ۹۶۱کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ۳۶زره۳۰۸ ترې ښه شوي دي.

په پاکستان کې پنجاب صوبه بيا هم په سر کې ده او پرون پکې نور ۳۷ کسان د کرونا څخه مړه شوي دي، په پنجاب کې کرونا وايرس تراوسه پورې ۴۳زره۴۶۰ کسان اغېزمن کړي او ۸۶۴۳ ترې ښه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس څخه د مړينو ټوله شمېره ۶۱۰ او اغېزمن ۱۴زره ۵۲۷ دي، په صوبه کې ۳۶۳۱ کسان د کرونا څخه روغ شوي هم دي.

په سند کې په تېر شوا روز کې ۱۷ کسان د کرونا څخه مړه شوي په صوبه کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره ۶۹۶ ته سېوا شوې ده.

په سند کې په ۴۱زره۳۰۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ۱۹زره۸۹۶ ترې صحتمند شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا څخه ۶۲او په اسلام اباد کې ۵۷ تنه مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG