لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: د پاکستاني پوځ په ګاډي چاؤدنه کې دوه سرتيري وژل شوي، څلور ژوبل


په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ په ګاډي يو ريموټ کنټرول بم چاؤدنه شوې چې پکې دوه سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې او پوليس وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ميران شاه مرکز څخه شپږ کلومیټره لرې جنوب ختيځ ته پرتې علاقې تپي کې د پوځ په ګاډي د ریموټ کنټرول د لارې چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوځي سرتیري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

پوځ په خپله د دې خبر خپرېدو پورې د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

انتظاميه په پېښه کې د مرګ ژوبلو پخلی کوي او پوليس وايي د پېښې وروسته يې علاقه په ګېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

امنیتي سرچينو هم په پېښه کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی او ويلي يې دي ژوبل سرتیري د بنو پوځي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

انتظاميه وايي په چاؤدنه کې د پوځ هغه سرتيري په هدف کړی شوي کوم چې په علاقه کې د بمونو پاکولو عمليات کوي او په علاقه کې د معمول په ګزمه بوخت ؤ.

روانه میاشت دا لمړۍ پېښه ده چې په شمالي وزيرستان کې پکې پوځ په نخښه کيږي، د می په مياشت کې په پاکستاني پوځ درې او د اپرېل په مياشت کې پرې اووه بريدونه شوي وو.

شمالي وزيرستان د افغانستان سره په پوله پرته هغه قبایلي ضلع ده چې د ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د پاکستان پوځ د تندلارو وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات کړي او نزدې په شپږو میاشتو کې يې ادعا کړې وه چې شمالي وزيرستان يې د تندلارو وسله والو څخه پاک کړی او په علاقه کې يې امن په ځای کړی دی.

خو په علاقه کې پرله پسې د بدامنۍ پېښې دوام لري، په امنیتي سرتيرو بريدونه او چاؤدنې کيږي او ورسره په علاقه کې د هدفي وژنو پېښې هم رامنځته کيږي.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان سره په پوله پرته بله قبايلي ضلع کرمه کې هم په ځمکه کې ښخ بم چاؤدنه شوې چې پکې يو تن ژوبل شوی او نن چارواکي پخلی کوي چې دغه ژوبل تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG