لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوه پاکستاني سرتیري په یوې چاودنه کې وژل شوي


واشنګټن: د پاکستان پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د ډیورنډ کرښې سره نږدې په یوې لېرې پرتې سیمه کې د دوی دوه سرتیري په یوې چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پوځ د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي، چاودنه هغه مهال وشوه کله چې پاکستاني سرتېرو د شمالي وزېرستان میرانشاه سره نږدې ګزمه کوله.

څو کاله وړاندې دغه سیمه د سیمیزو او بهرنیو ترهګرو لخوا په افغانستان کې د بریدونو لپاره کارول کېدله.

پوځي چارواکي ادعا کوي، چې د پوځي عملیاتو په پایله کې په یادې سیمه کې ترهګر بنسټونه له منځه تللي، په زرګونو ترهګر پکې وژل شوي او تېښتې ته اړ شوي دي.

خو د سیمې پښتانه مشران وايي، په وزیرستانونو کې د ترهګرو په وړاندې شویو پوځي عملیاتو کې تر ټولو زیات تاوان د سیمې پښتنو ته رسېدلې، چې هم پکې په زرګونو وژل شوي او هم یې کورونه او بازارونه ړنګ شوي دي.

په دغې سیمه کې په دې وروستیو کې د وسلوالو جنګیالیو لخوا ګڼ بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې په لسګونو پاکستاني سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG