لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو چلند د سولې په خبرو باندې د امریکا شکونه زیات کړي دي


جنرال کېنت مکېنزي
جنرال کېنت مکېنزي

واشنګټن: د طالبانو مشران تر اوسه په دې کې پاتې راغلي، چې د امریکا پوځي چارواکي په دې قانع کړي چې دوی باوري خلک دي او په افغانستان کې د سولې د نوي بهیر سره مرسته کولای شي.

د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) قومندان جنرال کېنېت مکینزي دغه نوی خبرداری د شورو یا چهارشنبې په ورځ ورکړی او ویلي یې دي، تر هغو چې د پام وړ بدلونونه نه وي راغلي امریکايي ځواکونه به ښايي په افغانستان کې پاتې شي.

مکینزي په واشنګټن کې منځني ختیځ انسټېټیوټ ته په خپلو خبرو کې وویل، "افغان حکومت کار پیل کړی چې خبرو اترو ته سره راټول او مذاکراتو ته ورننوځي."

هغه زیاته کړه، " زه فکر کوم چې طالبان باید دا وښيي چې دوی هم باوري لوری کېدای شي."

مکېنزي وویل، دا لا تر اوسه ماته روښانه نه ده چې دوی دې ته غاړه ايښې وي او مخې ته ولاړ شي."

داسې اندېښنې هم شته چې طالبان دې د شوي تړون نورې مادې هم ومني د کوم له امله چې د جولای تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم او د ۲۰۲۱ تر مې پورې به په بشپړه توګه ووځي.

یو له مهمو شرطونو څخه دا ده چې طالبان به ددې ضمانت کوي چې د القاعده په څېر نورې ترهګرې ډلې به نه پرېږدي چې په امریکا باندې د بریدونو لپاره له افغانستان څخه د اډې په توګه کار واخلي.

د سینټکام مکینزي وویل، په اوس وخت کې دی په دې اړه خوشبینه نه دی.

بله دا چې امریکايي چارواکو د طالبانو ددې ارادې ستاینه کړې چې د ننګرهار په څېر سیمو کې به د داعش مخه نیسي، خو په دې اړه هم اندېښنې پرځای پاتې دي.

د ملګروملتونو په یو تازه راپور کې چې د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی لیکل شوي، د طالبانو دا اراده چې داعش به له ننګرهار څخه وباسي کېدای شي د نشي توکو له کاروبار سره اړیکه ولري.

د امریکا پوځي او دفاعي چارواکي له دې امله هم اندېښنه لري چې طالبانو دا نه ده منلې چې د افغان حکومتي ځواکونو پرضد به بریدونه ودروي.

افغان چارواکي وايي، وسلوال طالبان اوس په امریکايي او ایتلافي ځواکونو بریدونه نه کوي بلکه د افغان امنیتي ځواکونو پرضد یې بریدونه زیات او سخت کړي دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG