لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بل ګېټس د جنرل باجوه سره د پوليو ناروغۍ په سر خبرې کړي


د بل او ملنډا ګېټس فاؤنډېشن شريک مشر بل ګېټس د پاکستان د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد سره په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ په سر ټيلیفوني خبرې کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، بل ګېټس د پوليو خاتمې په لړ کې د پاکستان د پوځ خدمات ستایلي دي.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي، د صحت په چارو کې د پاکستان د حکومت پورته کړي ګامونه قومي ډيوټي ده او پوځ پکې مهم رول لوبوي.

هغه ويلي، باجود د کرونا وبا د حکومت د مرستو په لړ کې پوځ تياری کوي چې په راتلونکو اوونيو کې د پوليو وايرس ضد کمپاين بيا روان کړي.

پوځ ویلي دواړو مشرانو د موجوده وبا او په راتلونکې کې د دغه ډول وبا او نورو چېلنجونو په لړ کې خبرې اترې کړي خلک د تعليم، او ټېکنالوجۍ د لارې خبر کړي او انتظام وکړي.

د پوځ په بيان کې ويل شوي جنرل باجوه د بل ګېټس فاؤنډېشن مننه کړې چې د پاکستان او اولس د صحت دپاره ګامونه پورته کوي او دوی به تل دغه اقدامات ستايي او ملاتړ به يې کوي.

بل ګېټس او جنرل باجوه په پاکستان کې د پوليو خاتمې په سر خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو ۵۰ پېښې رپوټ شوي دي.

تېر کال په ۲۰۱۹م کې په پاکستان کې د پوليو ۱۴۶ پېښې مخې ته راغلې وې.

په پاکستان کې خېبرپښتونخوا صوبه د پوليو نه تر ټولو اغېزمنه صوبه ده چې پکې سږ کال ۲۰ او تېر کال ۹۲ پېښې مخې ته راغلې وې.

په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کرونا وبا خوره ده د دې وبا له امله په ملک کې د پوليو ضد پينځه کمپاينونه ځنډېدلې دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليو ضد پروګرام ترمخه په دغو کمپاينو کې د پوليو وایرس ضد قومي کمپاين، د پېښې مخې ته راتلو وروسته ځانګړی کمپاين او په مخصوصو ضلعو کې کمپاينې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG