لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې فکري، علمي ازادي د سختو ګواښونو لاندې ده، اېچ ار سي پي


په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې د تعليمي پوهانو پرضد په ناوړه کمپاينونو ويره څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په ملک کې د مذهب د سپکاوي قانون د شخصي ګټو دپاره کارول کيږي بايد د دې مخه ونيول شي.

د بشري حقونو کمېشن دغه خبره د سند صوبې د شاه عبدالطيف بټهايي پوهنتون د يو استاز پروفېسر ساجد سومرو پرضد د مذهب د سپکاوي او بغاوت په مقدمو کې د نيولو په ترڅ کې کړې او ويلي يې دي وروسته له دغې بيا په حېدر اباد کې د بشري حقونو يوې فعاله غړې ډاکټر عرفانه ملاح پرضد د يو سیاسي ګوند د مشر لخوا کمپاين پېل شوی چې د هغې پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه وشي.

کمېشن ویلي دغو دواړو کسانو د يو وګړي او استاز په حېث د ازادي اظهار د بنيادي حق پرته بل هیڅ نه دي کړي.

د پاکستان د سند صوبې د بشري حقونو دکمېشن د څانګې مشر اسد اقبال بټ وايي هغه د ساجد سومرو پرضد د مقدمې جوړولو او بيا نيولو غندنه کوي او زياتوي دغه شاعر اديب او استاز هیڅ داسې نه ؤ کړي چې پرضد یې مقدمه درج شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون ناسم کاريږي او د مذهب په نوم دا قانون د شخصي ګټو دپاره استمعالولی شي بايد چې د دې قانون په ناسمه توګه کارېدو په لړ کې هم سخته سزا مقرر کړی شي.

د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر سرفراز وايي په پوهنتونونو کې د رایې د اظهار او د تعليم په برخه کې ازادي هم نشته او که يو استاز د خپلې رايې اظهار کوي نو هغه ته د رياستي او غېر رياستي ادارو ترڅنګ د مذهبي تندلارو لخوا ګواښونه کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "په پاکستان کې د تنقيدي علم او فکر ازادي نشته او زمونږه نوی نسل په تنقيدي سوچ او فکر د پوښتنو راولاړولو نه پرته زده کړې کوي".

هغه وويل دلته زده کړې يواځې داسې کیږي چې څوک په تاريخ او کومه لانجمنه موضوع پوښتنه نه شي کولی او که سوال راپورته کوي نو بيا د بېلابيلو تورونو او ګواښونو سره مخ کيږي.

د بشري حقونو کمېشن ویلي، په پاکستان کې دا خبره د ويرونکې حده پورې عامه ده چې د خلکو پرضد د بغاوت او مذهب د سپکاوي تورونه لګول کیږي او څوک هم د خبرې کولو جرات نه شي کولی.

اېچ ار سي پي پوښتنه راولاړه کړې "ایا مونږ دغه پېښې هېرې کړي چې په پاکستان کې د بهاؤالدين ذکريا پوهنتون استاز جنېد حفيظ، په مردان کې د مشال خان وژنه او پروفېسر خالد حميد د مذهب د سپکاوي د تورونو ښکار شوي وو؟ چې بنیادي مقصد يې زده کوونکي او استازان د تعليمي ازادۍ نه منع کول ؤ.

اېچ ار سي پي د تعليمي ازادۍ او پوهانو په نخښه کولو په ټولو دروغژنو هڅو افسوس څرګند کړی او د پاکستان د رياست نه يې غوښتي چې خپلو وګړو ته تحفظ ورکړي او د مذهب د سپکاوي او بغاوت د مقدمو په ناوړه توګه کارولو مخه ونيسي د کومې د لارې چې ازاد اوازونه غلي کولی شي.

په پاکستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي او زياتره د لږکيو پرضد د مذهب د سپکاوي تورونه لګي او مقدمې پرې درج کول کيږي.

د مذهب د سپکاوي د قانون په اړوند د بشري حقونو ډلې ځینې داسې پوښتنې هم راولاړوي چې د مذهب د سپکاوي ماده خلک د شخصي دښمنو دپاره کاروي.

د پاکستان په پارلیمان کې موجود قانون جوړؤنکي هم په دغه اړوند څرګندونې کوي خو په ښکاره ډول څوک هم په دې قانون خبره نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG