لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکینسر په ناروغۍ اخته شهباز شریف په کرونا وایرس هم اخته شوی


د وړاندې څخه دکینسر په ناروغۍ اخته دپاکستان قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف په کرونا وایرس داخته کیدو وروسته ځان پخپل کور کې قرنطین کړی دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزیب په ټوئټر د شهباز شریف په کرونا وایرس داخته کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې شهباز شریف پرله پسې د ډاکټرانو په وینا دکرونا ټیسټونه کول اؤ اوس دهغه ټیسټ نه څرګنده شوې ده چې کرونا وایرس ورته لګیدلي دي.

شهباز شریف چې دمسلم لیګ نواز ګوند مشري پغاړه لري اؤ دپاکستان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف کشر رور دی له وړاندې هم دکینسر په مرګونې ناروغۍ اخته دی اؤ په نزدې ورځو کې پرې دپاکستان داحتساب ملي ادارې ادارې نیب د درغلیو یو شمیر دوسیې جوړې کړي دي.

شهباز شریف په دغه دوسیو کې د محکمې څخه ضمانت اخستی دوه ورځې وړاندې هغه دنیب مخې ته دپلټنو دپاره وړاندې شوی ؤ.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي عمومي سکتر میا افتخار حسین ویلي دکینسر په ناروغۍ اخته شهباز شریف څو کرته دا سپیناوی کړی چې دقوت مدافعت د کمزورتیا له امله هغه ته کرونا وائرس لګیدلی اؤ خطرناک ثابتیدای شي.

په ټوئټر میا افتخار حسین ویلي نیب انساني ژوند یوه ټوقه ګڼلې ده اؤ په هره کچه غیرسنجیدګي ښودل کیږی،دلته که بنده ژوند کول غواړي نو څنګه یې وکړي؟

دمسلم لیګ یو بل مرکزي مشر عطا الله تارړ شهباز شریف وړاندې نه ویلي هم وؤ چې دکینسر دناروغۍ سره مخ پاتې شوی اؤ قوت مدافعت یې له نورو خلکو کمزوری دی خو هغه بیا هم نیب ته په وړاندې کیدلو مجبور کړل شو اؤ‌ اوس که په هغه څه چل وشو نو ددې ذمه وار به دعمران خان حکومت اؤ نیب وي.

تر دې وړاندې شهباز شریف نیب ته پخپل یو لیکلي بیان کې هغه ویلي وؤ چې نړۍ کې د کینسر نه ژوندی پاتې شوی ۶۹م تن دی اؤ هغه نیب ته ځکه دپلټنو دپاره نه وړاندې کیږي چې دکرونا وایرس دلاسه به ژوند د خطر سره مخ شي.

نیب په دویم جون دهغه دنیولو دپاره لاهور کې دهغه په کور چاپه هم وهلې وه.

XS
SM
MD
LG