لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان احتساب عدالت د نواز شریف د نیولو ناقابل ضمانت امر کړی


Nawaz Sharif Plane
Nawaz Sharif Plane

واشنګټن ــــ د اسلام اباد احتساب عدالت په غیرقانوني توګه د حکومتي توشه خانې د موټرو د اخیستلو په مقدمه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف د نیولو ناقابل ضمانت امر جاري کړی دی.

دغه موټر د پیپلز ګوند د حکومت په مهال اخیستل شوي وو، ځکه نو عدالت نن پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، نواز شریف او پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري عدالت ته ور بللي وو، خو یواځې یوسف رضا ګیلاني اورېدنې ته ورغلی وو.

نواز شریف د تېر کال په نومبر میاشت کې د علاج لپاره لندن ته تللی وو او تر اوسه هملته دی، احتساب عدالت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې په برتانیه کې د پاکستان د های کمیشن له لارې د هغه ناقابل ضمانت ګرفتاري عملي کړي.

احتساب عدالت تور لګوي چې یوسف رضا ګیلاني د خپلې واکمنۍ په مهال په توشه خانه کې جمع د بهرنیو هېوادونو د مشرانو له خوا پاکستان ته په سوغات کې ورکړل شوي موټرونه په غیرقانوني توګه په کمه بیه آصف علي زرداري او نواز شریف ته ورکړي وو.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ اورېدنې ته یوسف رضا ګیلاني او په مقدمه کې یو بل مشکوک تن عبدالمجید غني حاضر شوي وو، خو آصف علي زرداري عدالت ته د ورکړل شوي درخواست د منظورۍ له کبله اورېدنې ته نه وو ورغلی.

د اورېدنې په مهال د احتساب ادارې وکیل مظفر عباسي عدالت ته وویل، چې د برتانیې په ورځپاڼو کې د اشتهار له لارې د نوازشریف د نیولو امر پر ځای کېدای شي، خو عدالت د هغه دا وړاندیز رد کړ او خارجه وزارت ته یې امر وکړ چې د هغه د نیولو ناقابل ضمانت عدالتي امر پر ځای کړي.

د احتساب اداره وایي چې که څه هم نواز شریف په 2008م کال کې په حکومت کې نه وو، خو هغه ته د حکومتي توشه خانې یو موټر بې له کوم جوازه ورکړل شوی وو، وایي له همدې امله هغه او د پیپلز ګوند یاد مشران د احتساب د قانون د 9 مادې (اې) د زېلي مادو 2, 4, 6 او 12 په بنیاد په کرپشن تورن دي.

د احتساب اداره وایي چې آصف علي زرداري د جعلي اکاونټونو له لارې د دغو موټرو د اخیستلو یواځې 15 فیصد بیه پرې کړې وه، خو وایي د دې تر څنګ هغه د ولسمشرۍ په مهال د لیبیا او عرب اماراتو له خوا ورکړل شوي موټر هم په توشه خانه کې د جمع کولو پر ځای د شخصي معمولاتو لپاره استعمال کړي وو.

توشه خان د حکومت هغه زېرمه تون دی چې د نورو هېوادونو د مشرانو له خوا پاکستان ته ورکړل شوي سوغاتونه پکې جمع کېږي او تر څو چې دغه سوغاتونه د حکومت له خوا په پرانیستي لیلام کې خرڅ شوي نه وي دا د حکومت ملکیت وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG